د بخښي نړيوال سازمان له هسپانيې په باندنۍ سيمه مليا کي د وژل شوو پناه غوښتونکو په قضيه کي د هسپانيې او مراکش هيوادونه هم په پړه کي برخه وال بللي دي.
امنسټي انټرنېشنل يا د بخښني نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر ۱۳نېټه) خپل يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کي راغلي دي چي د هسپانيې او مراکش چارواکو د کارول شوو خپلو ميتودونو له کبله «د لږ تر لږه ۳۷ انسانانو په مړينه او د لسونو نورو د ژوبل کېدنې» په پړه کي ځانونه برخه وال کړي دي. دغه پېښه د روان عيسوي کال په جون مياشته کي د مراکش سره سرحد لرونکې د هسپانيې له خاوري څخه دباندي هسپانوۍ سيمه مليا کي رامنځته شوې وه. د بخښني نړيوال سازمان د دغې قضيې د څېړلو او په جنايي توګه د تعقيب غوښتنه کړېده. دغه سازمان ويلي دي چي مسؤلين بايد چي سزا وويني. خو د هسپانيې د کورنيو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي دي.
د بخښني د نړيوال سازمان عمومي منشي آګنس کالامارد تنقيد وکړ چي د مليا د خونړۍ پيښي څخه د شپږو مياشتو تېرېدلو او و هسپانيې او مراکش ته د پلټونو د نتايجو وړاندي کولو باوجوده لا دواړه اړخونه له هر ډول مسؤليت منلو څخه ډه ډه کوي. هغې وويل چي دا عمل چا ته داسي احساس ورکوي لکه دا چي د «رشتيا د پټولو او د توکمپالنې» موضوع وي. د کالامارد په وينا دا په داسي حال کي چي «متعدد د بشري حقونو د سخت نقض» ثبوتونه موجود دي.
په جون مياشته کي تقريبا ۲۰۰۰ مهاجرو کوښښ کړی ؤ چي له مراکش څخه د هسپانيې باندنۍ سيمي ماليا ته واوړي. د امنسټي په وينا په دې ترڅ کي لږ تر لږه ۳۷ انسانان مړه شول. دغې موضوع په نړيواله توګه هېښتيا رامنځته کړې وه.
د امنسټي په وينا د عيني شاهدانو شاهدۍ، د ثبت شوو ويډيوګانو او د ستلايت له خو اخيستل سوو انځورونو څخه معلوميږي چي پوليسو پر مهاجرو ډبري غورځولي او په بند ځای کي يې پر هغوی د اوښکي بهېونکي ګاز استعمال کړی دی. امنسټي ويلي چي زيات مهاجر چي ژوبل ول او پر مځکه پراته ول، نو هغوی ته لغتي ورکول شوي او وهل شوي دي. عيني شاهدانو ويلي چي هسپانوي پوليسو داسي «ژوبل شوي کسان چي ورڅخه ويني تويېدلې» بېرته د مراکش لور ته و تلو ته مجبوره کول. د دواړو هيوادونو پر چارواکو تور دی چي ژوبل شوو ته په طبي مرسته رسولو کي پاته راغلي دي. ويل شوي چي د سره صليب يو ټيم ته په داسي حال کي و سيمي ته له تلو اجازه نه ده ورکول شوې چي هلته «په لسونو ژوبل شوي کسان لږ تر لږه اته ساعته بېله کومي مرستي و لمر ته پراته ول.»
کالامارد په مادريد کي ژورنالستانو ته وويل: «موږ نن دلته يو چي د ډليزي وژنو، جبري ورکېدنو، شکنجې، تبعيض او توکمپالنې په هکله راپور درکړو.»
د يادي پيښي په ترڅ کي لا تر اوسه ۷۷ کسان لادرکه دي. امنستي پر مراکش تور لګوي چي «د اټکل له مخي ۵۰۰ انسانان يې په سرويس موټرو کي د هيواد ليري سيمو ته بېولي او هلته يې ايله کړي دي.» د دغه سازمان په وينا دغه انسانان بېله طبي مراقبت د سړک پر غاړه پرېښودل شوي چيري چي هغوی د داړه مارانو هم قرباني شوي دي.
د هسپانيې د کورنيو چارو وزارت د امنسټي ياد راپور او لګول شوي تورونه په کلکه رد کړي دي. د وزارت په وينا په دغه راپور کي «ناسمې ادعاوي شوي چي ډېري جدي دي.» مراکش او هسپانيه دواړه پر دې ټينګار کوي چي مهاجر د يادي پيښي مسؤل دي. د مراکشي چارواکو په وينا يو شمېر مهاجر هغه وخت مړه شول چي د کټارې څخه د اوښتلو پر وخت راولوېدل. په وينا يې نور مهاجر د وارخطايي او لګه درګه د رامنځته کېدو له کبله تر پښو لاندي شوي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د شورا استازي د اکتوبر په مياشت په مراکش او هسپانيه کي له حقوقي مکلفيتونو د ادا کولو په ترڅ کي له «ويروونکو» تشو څخه خبره کړې وه. بي بي او د اروپايي رسنيو ډلې لايټ هاوس داسي راپورونه خپاره کړل چي پکښي د مراکشي سرحد ساتونکو چارواکو تاوتريخوالی غندل شوی او د هسپانوي سرحد ساتونکو چلن تر پوښتني لاندي راوستل شوی وو.
د يادو راپورونو له مخي په هسپانوۍ خاوره کي لږ تر لږه يو مهاجر مړ شوی. خو د هسپانيې د کورنيو چارو وزير په تکراري توګه دغه خبره رده کړې ده. د امنسټي انټرنېشنل په وينا تر اوسه پوري نه مراکش او نه هم هسپانيې د سرحد د امنيتي کمرو ټول مواد کتلو ته وړاندي او آزاد کړي دي.
د مليا او سيوتا سيمه د هسپانيې برخه دي خو په افريقا کي واقع دي. په دې توګه نو په افريقا کي دننه دغه د اروپايي اتحاديې يوازنۍ پوله ده. زیات انسانان کوښښ کوي چي دغو سيمو ته په ځان رسولو سره اروپا ته د مهاجر کېدو کوښښ وکړي.
آ./ا.ا.