د افريقا صحرا ۹ مليونه مربع کلومتره لويه ده/آرشيف انځور
د افريقا صحرا ۹ مليونه مربع کلومتره لويه ده/آرشيف انځور

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ويلي دي چي د افريقا په صحرا کي ۲۷ مهاجر له تندي مړه شوي دي.

د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) په وينا د افريقا په لويه صحرا کي د ۲۷ داسي مهاجرو مړي موندل شوي دي چي په ۲۰۲۱ کال دوبي کي يې د شمال پر لور حرکت کړی وو. ياد سازمان دا خبر د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر ۱۳ نېټه) په ژينيف کي ورکړ.

د ياد سازمان په وينا ياد شمېر کسان د تندي له لاسه مړه شوي دي. زياته شوې چي په دغو کي د څلورو ماشومانو مړي هم شامل دي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي آی او ايم ويلي دي چي دغه انسانان تقريبا ۱۷ مياشتي مخکي د چاد له هيواد څخه ښايي د ليبيا پر لور په يو کوچني لارۍ موټر کي روان شوي ول او ښايي لاره يې ورکه کړې وي او يا يې موټر خراب شوی وي. دغه انسانان بېله مرستي په صحرا کي پاته ول تر څو هلته ساه ورکړي.

د آی او ايم په وينا له ۲۰۱۴ کال راهيسي تر ۵۶۰۰ څخه زيات مهاجر د صحرا پر لاري مړه شوي يا لادرکه شوي دي. زياته شوې چي سږکال ۱۴۹ مړيني ثبت شوي دي. ويل کيږي چي پر دغه مسير اکثره مړيني له سره ثبتيږي نه. د دغو مهاجرو کورنۍ په کالونو کالونو د خپلو کورنۍ د غړو له احوال او برخليک څخه بې خبره او په انتظار پاته وي. هغوی نه وي خبر چي د کورنيو سره يې څه شوي دي.

آی او ايم د دې لپاره مبارزه کوي چي د هغو انسانانو لباره د مهاجرت قانوني لاري برابري کړي چي په نورو هيوادونو کي د بهتر راتلونکي به تلاښ وي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې