ارشیف انځور: رویترز
ارشیف انځور: رویترز

نن چهارشنبه سهار وختي د فرانسې او برېتانیا ترمنځ اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږترلږه ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ورته مهال چارواکي د ۴۳ تنو نورو د ژغورلو خبر ورکوي.

انګلیس کانال کې غمجنه پېښه. د فرانسې او برېتانیا سمندري ځواکونو نن چهارشنبه سهار وختي انګلیس کانال کې د کډوالو لېږدوونکې کښتۍ د ژغورلو لپاره یو لړ عملیات ترسره کړل، خو په دې و نه توانېدل چې ټول سپرلي یې وژغوري.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې لږترلږه څلور کډوال ډوب شوي دي. چارواکي وایي چې ۴۳ تنه نور یې د انګلیس کانال له یخو اوبو څخه ژغورلي دي. تر اوسه د یادو کډوالو هویت نه دی څرګند.

لږ مخکې برېتانوي رسنیو ویلي وو چې د ژغورل شویو ۴۳ کډوالو له ډلې څخه ۳۰ تنه یې اوبو ته غورځېدلي وو.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا برېورمن په وینا دغه سمندري زون کې د نورو کډوالو د لټون هڅې ادامه لري.

د برېتانیا د امبولانس خدماتو ویلي دي چې ساحلي ځواکونو د شپې په ۴ نیمو بجو ورسره اړیکه نیولې او د دنجنس ساحلي اوبو کې یې د کډوالو د یوې کښتۍ په اړه اطلاع ورکړې چې سمندر کې له ستونزو سره مخ شوې وه.

همدارنګه د برېتانیا حکومت یو ویاند ویلي دي چې برېتانوي چارواکو ته د لندن په وخت د شپې په ۳ بجو او ۴۰ دقیقو د یادې کښتۍ په اړه اطلاع ورکړل شوه. چارواکو د کډوالو د ژغورلو لپاره کښتۍ او الوتکې کارولې دي.

بل پلو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د دوور سمندري مرکز سره په همغږۍ د کډوالو د ژغورلو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: یوه شپه کې څه باندې ۱۳۰ کډوال ژغورل شوي دي

په ورته مهال یوتوپیا ۵۶ سازمان د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي دي چې د شپې په ۲ بجو او ۵۳ دقیقو یې د مهاجرو له خوا یو غږېز پیغام ترلاسه کړی دی. دغه سازمان ویلي دي چې کډوالو د کښتۍ لوکېشن هم ور لېږلی و چې د فرانسې په اوبو کې یې موقعیت درلود.

د توپیا ۵۶ مسول نیکولا پوسنر ویلي دي: «د فرانسې ساحلي ځواکونو د شپې په ۳ بجو او ۴۰ دقیقو موږ ته وویل چې برېتانوي چارواکي به د دغو کډوالو د ژغورنې عملیات ترسره کړي». هغه زیاته کړې چې د کال په دې موسم کې په سمندر کې د بدن د تودوخې درجې د راټیټېدو او د مرګ خطر شته.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د نومبر میاشتې په ۲۴مه انګلیس کانال کې د یوې د کښتۍ د ډوبېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ. لومونډ ورځپاڼې د نومبر میاشتې په نیمایي کې د یو راپور په خپرولو سره ولیکل چې په دغه کښتۍ کې سپرو کډوالو بیا بیا هڅه کړې وه چې له فرانسوي ژغورونکو سره اړیکه ونیسي، خو چا ورسره مرسته نه وه کړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د لادرکه شویو کډوالو پروژې د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ راهیسې لږترلږه ۲۰۵ کډوال انګلیس کانال ډوب او یا لادرکه شوي دي. 

 

نورې ليکنې