آرشيف انځور: مهاجر په آلمان کي
آرشيف انځور: مهاجر په آلمان کي

په آلمان کي د ملګرو ملتونو د مهاجرو د ملاتړ سازمان په دغه هيواد کي و ټولو مهاجرو ته د مساوي حقونو غوښتنه کړېده.

په آلمان کي د مهاجرو د ملاتړ د سازمان مشر پېتر روهن شتروت باور په دغه هيواد کي د ټولو مهاجرو لپاره د مساوي حقونو غوښتونکی دی.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي هغه د آلمان يوې رسنيزي شبکې ته ويلي دي: «موږ بايد ټولو هغو انسانانو ته محافظت ورکړو چي له تاوتريخوالي او شړل کېدنې له کبله مهاجر شوي دي. ټول يو شانته حقونه لري چي د نورو تر څنګ د ژنيف د مهاجرو په کنوانسيون کي ورکول شوي دي.»

د هغه په وينا له اوکراين څخه په مليونونو ماشومان، مېرمني او نارينه پېوستون ته اړتيا لري. د هغه په وينا «البته نور ټول مهاجر هم دغې مرستي ته اړتيا لري، بېله فرق څخه چي هغوی له کوم ځای دي.» د هغه په وينا په زیاته په ژمي کي وضعيت ډېر کړکېچن وي.

د ياد سازمان مشر ويلي دي چي سږکال په نړيواله توګه د مهاجرو شمېر تر ۱۰۰ مليونو اوښتی دی. د هغه په وينا په «په زياته په داسي هيوادونو لکه چاد، سويلي سوډان او يوګانډا کي حالات کړکېچن دي، خو د اوکراين په پرتله ورباندي کم راپور ورکول کيږي.» د هغه په وينا د افريقا پر ښکر پرتو هيوادونو کي له څلوېښتو کالو راهيسي تر ټولو خرابه وچکالي حاکمه ده.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې