په پاکستان کې د طالبانو سفارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې د پاکستان له زندانونو څخه د شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوالو له ډلې ۵۰۰ تنه يي خوشي شوي. بل پلو د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د دغه هیواد له لومړي وزیر څخه يي غوښتي چې دغلته د افغانانو ساتنه وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان ( امنسټي انټرنیشنل) ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال د ویزو د تمدید، د پولیسو لخوا د نیولو له خطر، د کورونو د کرایې ستونزه، سیم کارت اخیستل، بانکي حساب پرانیستل او روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي.
د دغه سازمان مشرې نګېس کالا مارډ د جعمې په ورځ په یوه پرانیستې لیک کې وویل چې په پاکستان کې د ویزو د تمدید په برخه کې اداري خنډونه او د یوې سمې قانوني پروسې نه شتون د دې لامل شوی چې افغان کډوال د پولیسو د نیولو له خطر سره مخامخ شي.
د امنسټي مشرې په دغه لیک کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي: « افغانان د اسنادو د نه لرلو له امله نه شي کولای کور په کرایه کړي، په خپل نوم بانکي حساب پرانیزي او له بانک څخه پیسې ترلاسه کړي، سیم کارت واخلي او یا په دولتي روغتونونو کې خپله درملنه وکړي. همدارنګه هغه افغانان چې اسناد نه لري، د پاکستان د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې په دایمې ډول د نیولو له خطر سره مخامخ دي.»
په دغه لیک کې داهم ویل شوي چې هغه افغانان چې د طالبانو له واکمني وروسته پاکستان ته تللي، په دغه هیواد کې د تبعیض او د بیان د ازادۍ د محدودیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
دغه اندیښنې په داسې مهال راڅرګندیږي چې لاهم د پاکستان په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان له کړاوه ډکې شپې او ورځې سبا کوي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي چې په کې یو شمیر ښځې او ماشومان د کراچۍ په زندان کې زنداني دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د یکشنبې په ورځ وویل چې ډیری دغه افغانان د اسنادو د نه لرلو په جرم زنداني دي. دغه سفارت په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د ۲۰۰۰ افغانانو له ډلې ۵۰۰ تنه يي خوشي شوي دي.
نور ولولئ: پاکستان کې پولیسو تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي
امنسټي په خپل لیک کې له پاکستان څخه غوښتي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ویزو د مقرراتو ستونزه هواره کړي تر څو دوې وشي کولای خپلو حقونو ته لاسرسۍ پیدا کړي. په دغه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتنه شوې چې په دغه هیواد کې د افغانانو محافظت وکړي.
د یادولو ده چې له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له درې میلیونو څخه ډیر افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱،۴ میلیونه يي د کډوالۍ کارتونه لري. پر دې سربیره لسګونه زره نور افغانان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوي چې دغلته د لویدیځو هیوادونو سفارتونو ته د ویزو د ترلاسه کولو لپاره انتظار باسي.