د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: آرشیف، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱
د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ. انځور: آرشیف، رویټرز، ۲۹ اکټوبر ۲۰۲۱

د ترکیې سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ په بیلابیلو پیښو کې ۱۸۰ ناقانونه کډوال چې د یونان سمندري ځواکونو لخوا بیرته په شما ټمبول شوي و، له سمندر څخه ژغورلي دي.

د ترکیې دولتي آژانس آناتولي خبر ورکړی چې په لومړۍ پیښه کې سمندري ساتونکو د بیلابیلو هیوادونو ۳۹ کډوال د چناق قلعه شمال لویدیځ ولایت د آیواجیک له سواحلو له یوه بادي کښتۍ څخه و ژغورل. د ترکیې چارواکو ادعا کړې چې دغه کډوال د یوناني ځواکونو له لوري بیرته د ترکیې اوبو خوا ته په شا ټمبول شوي دي.

په دویمه پیښه کې چې په ورته سیمه کې رامنځ ته شوې ۵۴ نور کډوال ژغورل شوي دي.

سربیره پر دې د ترکیې د موغله ایالت سره نږدې له آژه سمندر څخه هم ۸۸ ناقانونه کډوال ژغورول شوي. دغه کډوال هم هڅه درلوده چې د یونان اوبو ته د ننه شي خو د یوناني چارواکو يي مخه نیولې وه.

د ترکیې سمندري چارواکو ویلي چې یو شمیر نور ځواکونه يي د مارماریس سواحلو ته استولي تر څو نور کډوال هم له کښتیو و ژغوري. دغو ځواکونو ادعا کړې چې ۱۱ تنه يي له یوې بلې پیښې څخه له سمندر څخه ژغورلي.

 بل لورې ته بیا یونان، د ترکیې چارواکي کله ناکله له کډوالو سره په تاوتریخوالي تورنوي. د اکتوبر په میاشت کې یونان ویلي و چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د کډوالو ۹۲ کسیزه ډله دې ته اړ کړې چې په لوڅ حالت کې د اوروس سیند له لارې یونان ته واوړي. ډېری دغه کسان د افغانستان او سوریې اوسیدونکي و.

د جمعې په ورځ د یونان د ملکي خوندیتوب وزیر تاکیس تیودوریکاکوس اعلان وکړ چې د ترکیې پولې ته به ۲۵۰ نوي پولیس واستوي تر څو د ناقانونه کډوالو مخه ډب کړي. نوموړی د دغه هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل چې پر پوله د امنیتي تدابیرو لپاره به اغزن تار هم و لګوي.

نوموړی دا هم وویل چې یاد وزارت په روان میلادي کال کې د ۲۵۰ زرو کډوالو د ننوتلو مخه نیولې او ۱۲۰۰ انساني قاچاقچیان يي نیولي دي.

د یادولو ده چې، ترکیه او یونان اروپا ته د کډوالو ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کیږي. له افغانستان، سوریي،افریقا او ځینو اروپايي هیوادونو څخه له جګړو، بیوزلۍ او تاوتریخوالو له وجې کډوال هڅه کوي چې له همدغې لارې د اروپا پر مختللو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

نورې ليکنې