د هنګري پولیس ویلي چې د قاچاقبرو یو موټر چې کډوال يي لیږدول چپه شوی او ۱۱ تنه افغان په دغه پیښه کې ټپیان شوي. د موټر چلونکي هڅه کوله چې د پولیسو پوستې ته نږدې نه شي.
پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ دغه موټر د تلنا ښار د ګیور په سیمه کې چپه شوی. ویل کیږي چې پولیسو د موټر له چلونکي څخه د دریدو غوښتنه کړې وه خو ډرایور موټر نه و درولی.
سره له دې چې د هنګري او سربیا پر ګډې پولې د ۱۶۰ کیلومترو په اندازه موانع جوړ شوي، خو بیا هم له دغې لارې اتریش ته د کډوالو د اوښتو شمیر د تیر کال په پرتله دوه برابره شوی.
هنګري د بالکان په مسیر کې پروت یو هیواد دی چې د افغانستان، منځني ختیځ او یو شمیر نورو هیوادونو کډوال هڅه کوي له همدغو لارو ځانونه لویدیځې اروپا ته ورسوي.
نور ولولئ:هنګري: ترافیکي پېښه کې ۲۶ کډوال ټپیان شوي دي
پر دغو لارو کله نا کله د کډوالو په موټرو کې ترافیکي پیښې رامنځ ته کیږي. د سپتمبر په میاشت کې هم درې تنه کډوال هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د دوې موټر اتریش پولې ته نږدې په یو سیند کې چپه شو.
د اروپا د پوله ساتو ځواکونو آژانس ( فرانټکس) د سپتمبر په میاشت کې ویلي و چې د بالکان لار د کډوالو لپاره د ټرانزیت پر مهمه لاره بدله شوې او کډوال هڅه کوي چې د ترکیې، بلغاریا، شمالي مقدونیه او سربیا څخه ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
د اروپا پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د شمېرو له مخې، یوازې په تېره اګست میاشت کې ۱۵۹۰۰ کډوالو هڅه کړې چې د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځان ورسوي. یاده اداره وایي چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.