د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په یو رسمي ایمیل کې چې بي بي سي ته په لاس ورغلی، راغلي چې سلګونه کډوال د توقیف په مرکزونو کې په ناقانونه ډول نیول شوي دي. دغه ایمیل په ډاګه کوي چې د دغو کډوالو نیول « نور قانوني ندي» او زیاته شوې:« دوې باید ژر تر ژر هوټلونو ته ولیږدول شي.»
د توقیف دغو مرکزونو کې شاوخوا ۴۵۰ کسان ساتل شوي و چې د کورنیو چارو وزارت په ایمیل کې یادونه شوې چې د منسټون په مرکز کې له ظرفیت څخه ډیر کډوال ساتل شوي.
یاد وزارت ویلي چې د انګلیس چینل له لارې په وړو کښتیو کې د کډوالو ډیریدل د پناه غوښتنې پر سیستم « ډیر فشار» راوړی. وزارت ویلي چې هوټلونو او نورو استوګنځایونو ته د کډوالو د انتقال په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي.
د بریتانیا د زندانیانو او د عدالت د ټینګښت یو چارواکی ویلی، دغه ایمیلونه روښانه کوي چې د کورنیو چارو وزارت په دې پوهیده چې دوې له قانون څخه سرغړونه کړې او څه ډول د دوې د پلان ناکامي دغه وضعیت رامنځ ته کړی.
ایمیل د نومبر په څلورمه، یوه ورځ وروسته له هغه استول شوی چې د کورنیو چارو وزیرې سویلا برورمن د منسټون د کډوالو له مرکز څخه لیدنه وکړه.
د بریتانیا په کنت ښار کې د منسټون مرکز هغه ځای دی چې په وړو کښتیو کې په ناقانونه ډول تلونکي کډوال دغلته ساتل کیږي چې په اکتوبر میاشت کې دغلته د کډوالو شمیر ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شوی و خو دغه مرکز په یو وخت کې د ۱۶۰۰ کسانو د ساتلو ظرفیت لري.
دغه مرکز کې د کډوالو د ژوند په اړه د بشري حقونو سازمانونه څو ځلې اندیښنه څرګنده کړې او پر حکومت يي له دې امله سخته نیوکه کړې. د نومبر په میاشت کې په دغه مرکز کې یوتن د ناروغی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا حکومت هڅه کوي چې په وړو کښتیو کې د ورتلونکو کډوالو شمیر کم کړي. رسمي شمیرې ښيي له ۴۰ زرو څخه ډیر کډوال د انګلیس چینل له لارې په وړو کښتیو کې له فرانسې څخه بریتانیا ته اوښتي.
برتیانیا ویلي چې په وړو کښتیو کې ورتلونکي کډوال به د رونډا افریقايي هیواد ته واستوي.د لندن عالي محکمې د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۹مه، پریکړه وکړه چې «رونډا ته د پناه غوښتونکو د لیږلو» پلان قانونی دی.