یو افغان کډوال چې د بلاروس له پولې څخه د لاتویا اروپايي هیواد ته د ننه شوی و، د سړې هوا له امله خپل ژوند بایللی. چارواکي ویلي چې دغه افغان د سه شنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړې.
د لاتویا یا لتواني چاواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې دوه افغان کډوال د بلاروس له پولې څخه د یوې سوري له لارې لتواني ته د ننه شوي و. وروسته بیا دواړه د یخنی له امله د رزکنې ښار یو روغتون ته ولیږدول شول چې یو تن يي په روغتون کې ساه ورکړه.
لاتویا د اروپا په شمال کې د بالکان هیوادونوله ډلې څخه دی چې له بیلاروس سره ۱۷۲ کیلومتر اوږده پوله لري. د دغه هیواد چارواکي د بلاروس ولسمشر لوکاشنکو په دې تورنوي چې هیواد يي کډوال په سازمان یافته ډول دې ته هڅوي تر څو د لتواني او بیا له هغه ځایه ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
نور ولولئ: پولنډ له بیلاروس سره پر پوله د زرګونه کډوالو مخه نیولې
خپله لتواني هم د کډوالو پر وړاندې د سختو سیاستونو له امله تل له نیوکو سره مخامخ ده. په دې وروستیو کې د بې پولي ډاکټرانو سازمان ویلي و چې دغه هیواد، کډوال په سړه هوا کې بیرته شاتګ ته اړ باسي.
د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د اروپايي هیوادونو پر پولو د کډوالو د څپو د ډیریدو له امله ناندرې زیاتې شوې. زرګونه کډوالو هڅه کوله چې په ناقانونه ډول له دغو پولو ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
له دې سره د تیرکال په اګست میاشت کې د لاتویا حکومت له بلاروس سره پر پوله بیړنی حالت اعلان کړ او خپلو سرحدي ساتونکو ته يي امر وکړ چې کډوال بیرته وشړي.