د لیسبوس په سواحلو کې د کډوالو پاتې شوې کښتۍ. انځور: پیکچر الیانس
د لیسبوس په سواحلو کې د کډوالو پاتې شوې کښتۍ. انځور: پیکچر الیانس

یوناني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ساحلي ساتونکو د لیسبوس ټاپو په جنوبي ساحل کې د یو ماشوم مړی په « ډیرخراب شوی» حالت کې موندلی. دغه سیمه له ترکیې څخه اروپا ته د کډوالو د ننوتلو یو له مهمو لارو بلل کیږي.

د دغه هیواد سمندري ځواکونو په یوه خبري اعلامیه کې چې د فرانسې خبري آژانس خپور کړی، ویلي چې د دغه ماشوم مړی د اګیوس ایرموګینس په نوم یو ټاپو کې موندل شوی او بیا د لیسبوس روغتون ته لیږدول شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې همدغه ټاپو ته نږدې د ډسمبر په نهمه، ۴۵ کډوال له سمندر څخه ژغورل شوي و چې له دې ډلې یوې ښځې خبر ورکړی و چې ماشوم يي له په اوبو کې لادرکه شوې.

له دغې پیښې یوازې څور ورځې وړاندې د یو دوه میاشتینی ماشوم مړی هم له همدغې سیمې څخه موندل شوی و. په دغه پیښه کې چې د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې وه، د افریقايي هیوادونو د شاوخوا ۳۲ کډوالو کښتۍ د سمندري ځواکونو لخوا وژغورل شوه.

نور ولولئ: یونان: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو تن مړ شوی

له جګړو او بیوزلۍ تښتیدلي کډوال هڅه کوي چې د یونان او ترکیې ترمنځ له مدیترانې سمندر څخه تیر او ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي چې پر دغو خطرناکو لارو ډیری يي خپل ژوند بایلي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه ۳۶۸ تنه د مدیترانې په ختیځ کې خپل ژوند بایللی او یا هم لادرکه شوي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال ټولټال ۱۱۱ تنو پر دغه لار خپل ژوند بایللی و.

 

نورې ليکنې