پوليسو د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۲مه، وويل چي د پولیسو د یو مسول په ګډون يې ۹ کسان په دې تور نيولي دي چي په لسګونه مهاجر يې دغه هيواد ته راقاچاق کړي و. د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي پوليسو نيول شوي ۹ واړه کسان د مقدونيې اتباع ياد کړي دي. په نيول شوو کي دوه کم سن لرونکي هم شامل دي.
د پوليسو په وينا هغوی د پلازمېني سکوپيې په ۱۱ بيلو ځايونو کي چاپې ووهلې او ياد شمېر کسان يې ونيول. زياته شوې چي پوليس د دوو نورو مطلوبو کسانو په تلاښ دي.
پوليس وايي چي اټکل کوي چي د منځني ختيځ سره تړاو لرونکي هغه درې نفر چي دغه ډله يې رهنمايي کوله، هغوی لا تر اوسه نه دي نيول شوي. پر دغې ډلې تور دی چي له افغانستان، پاکستان، سوريې او نورو هيوادونو سره تړاو لرونکي مهاجر يې له يونان څخه و شمالي مقدونيې، سربستان او نورو اروپايي هيوادونو ته قاچاق کول.
پر دغه ډله دا تور هم دی چي هندي مهاجر له د شمالي مقدونيې له لاري له سربستان څخه يونان ته انتقال کړي دي.
پوليس اټکل کوي چي يادي قاچاقي ډلې د می بيا تر اکتوبر مياشتي پوري په شپږو مياشتو کي حد اقل ۸۶ مهاجر قاچاق کړي دي او ورڅخه د نفر پر سر يې تر ۸۰۰ يورو پوري اخيستي دي.
نيول شوي ۹ کسان د چهارشنبې په ورځ قاضي ته وړاندي کړل شول.
د مهاجرت هغه مسير چي له يونان څخه په يو شمېر د بالقان هيوادونو کي تيريږي، له تېر کال راهيسي بيا ورباندي مهاجرت زیات شوی دی. دا د هغه وروسته چي زيات شمېر د بالقان هيوادونو د کرونا پاندمي له کبله لګول شوي محدوديتونه ليري کړل.
د شمالي مقدونيې د کورنيو چارو وزير، اوليور سپاسوفسکي په تازه وختونو کي ويلي ول چي پوليسو د روان کال په لومړيو مياشتو کي د مهاجرو د قاچاق ۸۳ قضيې ثبت کړې، حال دا چي يو کال مخکي دغه شمېر ۱۰ و.
آ./ا.ا.