۲۰۲۰ کال هم د نورو کلونو په څیر د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره له کړاوه ډک کال و. میلیونونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شول، ګڼ شمیر نور په سمندر کې ډوب شول او زرګونه تنه د کډوالۍ پر لار خپل ژوند له لاسره ورکړ. د دې ترڅنګ په دې برخه کې ځینې ښه خبرونو هم شتون درلود.
د اوکراین جګړه
په فبرورۍ میاشت کې د اوکراین د جګړې پیل چې له امله نږدې اته میلیونه اوکراینیان اروپا او د نړۍ نورو برخو کې کډوالۍ ته اړ شول، د روان کال تر ټولو مهمه تراژیدي بلل شوې. ډیری اروپايي هیوادونو د کډوالۍ دغه نوې څپې ته هرکلی ووایه او دوې ته يي سرپناه ورکړه چې له د دغو کډوالو د تود هرکلي له امله د نورو جګړه ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوریې او نورو هیوادونو کډوالو ته پاملرنه کمه شوه.
اروپايي هیوادونه د سلګونه زره اوکرایني کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی

د افغانانو د کډوالۍ دوام
د دې ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره له دغه هیواد څخه د افغانانو کډوالي په ۲۰۲۲ کال کې هم دوام پیدا کړ او لسګونه زره خلک د طالبانو له ویرې او د اقتصادي ستونزو له امله پاکستان، ایران او د نړۍ نورو هیوادونو ته مخه کړه. ایران ویلي چې یوازې ۱،۵ میلیونه افغانان دغه هیواد ته پناه وړې. پاکستان بیا ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۲۵۰ زره افغانان دغه هیواد ته پناه وړې.
ایران او پاکستان
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډیری افغانان دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شول. لسګونه زره لاهم په دغو دوو هیوادونو کې په دې تمه دي چې د لویدیځو او نورو هیوادونو له سفارتونو څخه ویزې ترلاسه کړي.
«افغانستان کې د سیاسي تحولاتو له پیل څخه یو نیم میلیونه افغانان ایران ته تللي»

«د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي»
اروپا
د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو ډوبیدل
مدیترانې سمندر، د افغانستان او سوريي په ګډون د نړۍ د یو شمیر جګړه ځپلو او بې وزلو هیوادونو د کډوالو لپاره یوه مهمه لاره ده. دغه کډوال هڅه کوي چې په کښتیو کې له ترکیې او نورو هیوادونو څخه د همدغه سمندر له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي چې له دې سره په روان کال کې ګڼ شمیر کډوال خپل ژوند له لاسره ورکړ.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان( IOM) د راپور له مخې په وران میلادي کال کې ۲۳۰۰ تنه په مدیترانه کې ډوب شوي او یا هم لادرکه شوي دي. یوازي په اکتوبر میاشت کې ۳۰ تنو په دغه سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
یونان: د کډوالو د کښتیو ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی

د یونان اوبو کې د کډوالو د کښتیو ډوبېدو پېښې: لږترلږه ۲۱ تنه مړه شوي، تر ۴۰ ډېر لادرکه دي
انګریز چینل کې د کډوالو غمیزه
انګریز چینل، له فرانسې څخه بریتانیا ته په وړو کښتیو کې هغه سمندري لاره ده چې د افغانستان په ګډون ګن شمیر کډوال له دغې لارې بریتانیا ته اوړي. د بریتانیا لخوا د دغو کډوالو د مخنیوي له هڅو سربیره، روان کال کې له دغې لارې ۴۵ زره کډوال ځانونه بریتانیا ته رسولي چې دا د تیر په پرتله څو چنده ډیر والی ښيي. پر دغه سمندري لار روان کال کې لسګونه زره کډوال ژغورل شوي. د ډسمبر په میاشت کې دغه سمندر کې ډوب شول او ۴۳ تنه نور وژغورل شو. څلور تنه کډوال بیا په سمندر کې ډوب شول.
څلور تنه کډوال په انګریز چینل کې ډوب شول

د افغان کډوالو بیرته ستنول
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له ترکیې او ایران څخه هره میاشت د لسګونه زره افغانانو اخراج او په دغو هیوادونو کې له دوې سره د پولیسو تاوتریخوالی د روان کال نورې دردوونکې پیښې دي.

ترکیه بل هیواد دی چې هره اونۍ د زرګونو افغان کډوالو اخراج ته دوام ورکوي. د کابل له هوايي ډګر څخه یو طالب چارواکی رسنیو ته ویلي و چې هره ورځ یو یا دوه چارتر الوتکي چې افغان ځوانان په کې سپاره وي کابل ته استول کیږي. د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې نږدې ۷۴ تنه کډوال يي بیرته خپلو هیوادونو ته استولي چې له دې ډلې ډیره برخه يي افغانان دي.
ترکیه: سږ کال تر دې دمه د ګڼو افغانانو په ګډون نږدې ۷۴ زره کډوال اخراج شوي