۴۰ البانوي کډوال او مجرمین چې ډیری يي د انګریز چینل له لارې بریتانیا ته د ننه شوي و، د کورنیو چارو وزارت په یوه الوتکه کې بیرته خپل هیواد واستول شول. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم ۱۱ البانویان خپل اصلي هیواد ته استول شوي و.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په دې اړه پنجشنبې په ورځ خبر وویل:« نن مونږ ۴۲ هغه خلک بیرته البانیا ته ستانه کړ چې په بریتانیا کې يي د پاتې کیدو حق نه درلود.»
د کورنیو چارو زارت زیاته کړې چې په دوې کې هغه کسان شامل و چې د وړو کښتیو له لارې په غیرقانوني ډول بریتانیا ته رسیدلي و او همدارنګه د نور بیا د مخدره توکو د قاچاق او د کډوالو د قاچاق په تور په مجموعي ډول په ۸۹ کلونو بند محکوم و.
د ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغو البانویانو الوتکه د پنجشنبې په ورځ پلازمنیه تیرانا ته ورسیده. بیرته استول شوي ټول نارینه دي چې ډیری يي په جرمونو تورن دي او د یو شمیر نورو د پناه غوښتنه نه ده منل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا تیره اونۍ له البانیا سره هوکړه کړې وه چې په وړو کښتیو کې دغه هیواد ته رسیدونکي البانوي کډوال به بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي. د البانیا لومړی وزیر منلی و چې هیواد کې يي امنیت شته او هیڅ دلیدل نشته چې البانویان بیرته وانستول شي.
د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ډیلی میل ورځپاڼې ته ویلي: « دغه البانویان بیرته هغو ځای سره چې تړاو لري استول شوي. دوې په بریتانیا کې په سترو جرمونو ښکیل و نو ځکه د لته د پاتې کیدو حق يي نه درلود. دولت د دوې د ایستلو له امله پښیمانه نه دی.»
همدارنګه په دغه الوتکه کې ۶ پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه يي رد شوې وه او څلور تنه نور شامل و. چارواکو ویلي چې په دوې کې درې تنه له وړاندې په وړو کښتیو کې د فرانسې له ختیځ څخه بریتانیا ته راغلي و. دوې ټول د بریتانیا د کډوالۍ ادارې لخوا اسکورت شوي و.
ویل کیږي چې له یوې میاشتې په کمه موده کې دا څلورمه الوتکه ده چې له بریتانیا څخه البانیویان بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.
د انګلیس چینل له لارې بریتانیا ته په کښتیو کې د البانوي کډوالو د اوښتو شمیر خورا ډیر شوی چې د رسمي شمیرو له مخې دروان کال له پیل څخه د دغه اروپايي هیواد ۱۳ زره وګړي له دغې لارې بریتانیا ته رسیدلي دي.
د بریتانیا او البانیا هوکړه
له بریتانیا څخه د دغو کسانو ایستل وروسته له هغه ترسره کیږي چې لومړی وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې وه چې زرګونه تنه به په راتلونکي میاشت کې اخراج کړي. داوړو هیوادونو تیره اونۍ هوکړه وکړه چې په وړو کښتیو کې ورتلونکي البانویان به بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
ریشي سوناک تیره اونۍ ویلي و چې البانیا یو امن اروپايي هیواد دی. نوموړی زیاته کړه:« د البانیا لومړي وزیر پخپله ویلي چې هیڅ دلیل نشته چې موږ ونه شو کولای البانیايي پناه غوښتونکي سمدستي بیرته واستو.»
تیرکال آلمان، فرانسه او سویډن د ټولو البانوي خلکو پناه غوښتنه رد کړې وه خو بریتانیا بیا یوازې د ۴۵ سلنې البانویانو پناه غوښتنه نه وه منلې.
د بریتانیا جرمونو سره د مبارزې ملي ادارې تیره میاشت خبر ورکړی و چې یو شمیر البانوي وګړي په وړو کښتیو کې د فرانسې له ختیځ څخه بریتانیا ته په ناقانونه ډول کډوال استوي.