۲۰۲۲ کال هم د نورو کلونو په څیر د کډوالۍ په برخه کې له ګڼو ناخوالو سره مخامخ و. د اوکراین او افغانستان په ګډون میلیونونه انسانان اروپايي هیوادونو ته د ننه شول چې یوازې ۴،۸ میلیونه خلک د اوکراین له جګړې څخه تیښته وکړه.دغه مطلب کې مونږ تاسو ته د روان میلادي کال د څو مهمو پیښو تصویریونه او لند معلومات را ټول کړي.
اوکراین کې د کډوالۍ بحران
روسي پوځیانو د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین برید وکړ چې له دې سره یوازې په یوه اونۍ کې ۴۵۰ زره اوکرانیان پولنډ ته و تښتیدل. اروپا ته د رسیدلو او کراینیانو له ډلې ۱،۵ میلیونه يي پولنډ او له یو میلیونو څخه ډیر يي المان ته پناه یو وړه. اټکل کیږي چې ټولټال نږدې ۸ میلیونه اوکراینیان د نړۍ ګوټ ګوټ ته کډوال شول.
په تصویر کې د هغې وړې اوکراینۍ نجلۍ تصویر ګورۍ چې د مارچ په دریمه له خپلې مور سره د پولنډ پولې ته راغلې.

د فرانسې او بریتانیا ترمنځ سمندري لار
په انګلیس چینل کې د وړو کښتیو له لارې د فرانسې له ختیځ څخه بریتانیا ته په بې سارې ډول د اوښتونکو کډوالو شمیر ډیر شوی. په روان میلادي کال کې له ۴۵ زرو څخه ډیر کډوال له دغې لارې بریتانیا ته رسیدلي دي. د بریتانیا حکومت د دغو کډوالو د مخنیوي لپاره له رونډا هیواد سره یو تړون لاسلیک کړ تر څو دغه کډول هلته واستوي.

د مراکش او اسپانیا پر پوله د کډوالو کړکیچ
په ۲۰۲۲ کال کې د مراکش او اسپانیا ترمنځ د ملیلیه له پولې د کډوالو د څپو اوښتول یوه بله غمیزه وه چې ډیری افریقايي کډوال ورسره مخامخ و. د جون په ۲۴ مه، شاوخوا ۲۰۰۰ تنو هڅه وکړه چې له همدغې پولې له اغزنو تارونو تیر او هسپانیا ته د ننه شي چې په پایله کې ۲۳ تنو خپل ژوند و بایله او ۷۷ تنه لادرکه شول. یوې څیړنیزې ادارې ویلي چې دا د اروپا په ځمکني پوله کې تر ټولو ستره غمیزه وه چې تاریخ به يي یاد ساتي.

د بلاروس له لارې اروپا ته د کډوالو ننوتل
روان کال کې پولنډ اعلان وکړ چې له بیلاروس سره پر پوله يي د ۵،۵ متره لوړوالي او د ۱۸۶ کیلومتره اږدوالي په اندازه پوله دیوال رغولی. د دغه دیوال رغول د هغه پلان یوه برخه وه چې دغه هیواد غوښتل له بیلاروس څخه د اروپا خاورې ته د کډوالو د ننوتلو مخه و نیسي. په پایله کې پر دغې پولې ۲۳ کډوالو خپل ژوند له لاسره رکړ. سربیره پر دې لتوانیا او لاتویا هم غواړي چې له بیلاروس سره پر پوله دیوال ورغوي.

د بالکان پر لار د افغان او نورو کډوالو کړاو
په روان میلادي کال کې د شرقي بالکان له لارې اروپا ته د کډوالو د ننوتلو کچه په بې سارې ډول لوړه شوه. ډیری افغانان او بیا سوریایان له همدې لارې هڅه کوله چې د اروپا وچې ته د ننه شي. د ۲۰۲۲ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۴ زره کډوال له همدغې لارې اروپا ته د ننه شول چې د تیرکال په پرتله ۱۵۰ سلنه ډیروالی ښيي.
دا د هغه مراکشي کډوال تصویر دی چې سربیا ته يي له استولو وړاندې د هنګري پولیسو يي سر ښیرولی.
