د پاکستان د کراچۍ پولیسو یو ځل بیا د دغه ښار له بیلابیلو برخو څخه ۱۱ افغانان نیولي. پولیسو ویلي چې دغو افغانانو په کراچۍ کې په ناقانونه ډول استوګنه درلوده. دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیز شبکو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان ماشومانو او میرمنو تصویرونه د افغانانو غصه راپارولې.
په پاکستان کې د «ای آر وای نیوز» خبري ویب پاڼې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې پولیسو د کراچۍ ښار په مرکزي برخه کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې يي ۱۱ ناقانونه افغانان و نیول.
دغه افغانان د کراچۍ ښار د خواجه اجمیر نګري، ګبول ټاون، سرسید، رضویه او د ښار د مرکزي ناحیې له یو شمیر نورو سیمو څخه نیول شوي دي.
پولیسو دغه افغانان د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ګڼ شمیر افغانان د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې نیول شوي او زندان ته استول شوي. د نومبر په میاشت کې ۱۲۲ تنه افغانان چې د بلوچستان څخه سند ایالت ته د ننه شوي و، د اسنادو د نه لرلو په تور و نیول شول.
د سند پولیسو ویلي چې په دغو افغانانو کې ۲۰ ماشومان او ۱۴ میرمنې هم شاملې وې چې له نیولو وروسته بیرته افغانستان ته استول شوي.
نور ولولئ: د پاکستان له کراچۍ زندانونو څخه ۷۰ تنه نور افغانان خوشي وي
په پاکستان کې د پولیسو لخوا د افغانانو نیول داسې مهال رامنځ ته کیږي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې ادعا شوې چې د کراچۍ ښار په زندان کې یو شمیر ماشومان او میرمنې په بد حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.
دغه ویډیوګانې په کور دننه او بهر کې د افغانانو سخته غوصه راپارولې او له کوچنیانو او میرمنو سره د پاکستاني پولیسو چلند په کلکو ټکو غندل شوی.
د بخښنې نړیوال سازمان تیره اونۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه او د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف څخه يي غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې دې د افغانانو محافظت وکړي.
د یکشنبې په ورځ په پاریس ښار کې هم سلګونه افغانان په یو لاریون کې د پاکستان له زندانونو څخه د افغانانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.