د ایزمیر په ښار کې کډوال. تصویر: آرشیف
د ایزمیر په ښار کې کډوال. تصویر: آرشیف

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې يي نږدې ۱۲۰ زره ناقانونه کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استولي چې دا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډیر شمیر بلل شوی.

د ترکیي دولتي ویب پاڼې اناتولي نن دوشنبه خبر ورکړ چې له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې په موخه، د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله ټولټال ۱۱۹۸۱۷ ناقانونه کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه بیانیه کې په دې اړه راغلي:« دا د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډیر اخراج دی.» د اخراج شویو له ډلې یوه لویه برخه يي افغانان دي چې په چارتر الوتکو کې بیرته کابل ته استول شوي.

سرچینه لیکلې چې د تیرکال د همدغې مودې په پرتله د بهرنیو اتباعو په اخراج کې ۱۵۹ سلنه ډیروالی راغلی.

له دې وړاندې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د سپتمبر په میاشت کې خبر ورکړی و چې په روان میلادي کال کې له ۷۴ زرو څخه ډیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته استول شوي.

د ترکیې د کډوالۍ اداره وايي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هیواد کې ۱۱۳۶۶۷ ناقانونه افغان کډوال نیول شوي چې له افغانانو وروسته بیا سوریايي کډوال دوهم ځای لري چې شمیر يي ۴۴۶۸۷ تنو ته رسیږي.

تیره میاشت د بشري حقونو د څار سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي و چې دغه هیواد افغان کډوال د ایران پر لور شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي.

وروسته له هغه چې د تیر کال په اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیده سلګونه زره افغانان د پاکستان او ایران په ګډون ترکیې ته کډوال شول چې له دې سره له ترکیې څخه د کډوالو د بیرته ایستلو لړۍ هم چټکه شوه.

 

نورې ليکنې