په اوشين واينکينګ کې د مهاجرو آرشيف انځور/رويترز
په اوشين واينکينګ کې د مهاجرو آرشيف انځور/رويترز

ايټالوي چارواکو د «اوشين وايکينګ» په نوم یوې ژغورونکي کښتۍ ته اجازه ورکړه چې د دغه هيواد په يو بندر کي ۱۱۳ مهاجر ښکته کړي. دغه کښتۍ ته اجازه ورکړل شوې چې مهاجر د ايټاليې په شمال ختيځ کې د راوېنا سيمي ته انتقال کړي.

دا خبر د يادي کښتۍ تمويل کوونکي مرستندويه سازمان «ايس او ايس مديترانې» له خوا د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۲۷ نېټه) ورکول شو.

ياد مرستندويه سازمان ويلي دي چې د دې لپاره چې دغه کښتۍ د ايټالوي چارواکو له خوا ورته ټاکل شوي بندر ته ورسيږي، نو «څلور ورځني نور سفر» ته اړتيا لري. دا په داسي حال کې چې په ژغورل شوو مهاجرو کې د تي ماشومان او حامله داره مېرمنې هم شاملې دي.

ياد مرستندويه سازمان د ايټالوي چارواکو له خوا ورته د لنګر اچولو له اجازې هرکلی کړی دی، خو زياته کړې يې ده چې ورته ښودل شوی بندر ډېر ليري دی. د دغه سازمان په وينا اندېښنه لري چې د ورته ټاکل شوي ليري بندر پوري اوږد سفر به يې د دې لامل شي چې په دغه وخت کې له اوبو نور انسانان نشي ژغورلای.

اوشين وايکينګ کښتۍ د دوشنبې او سه شنبې تر منځ شپه په مديترانه کې ۱۱۳ انسانان سه بېړني سمندري حالت څخه ژغورلي وو. د دغې کښتۍ د تمويل کوونکي سازمان ايس او ايس مديترانې په وينا په ژغول شوو کې ۲۳ مېرمنې شاملې دي چې ورڅخه يو شمېر يې حامله دارې هم دي. د دغه سازمان په وينا په ژغورل شوو کي تقريبا ۳۰ يوازي کمسن کسان او درې د تي ماشومان هم شامل دي. ياد سازمان دا معلومات د فرانس په سويلي سيمه مارسې کې له خپل دفتر څخه ورکړل. ويل شوي چې له ژغورل شوو څخه تر ټولو کم عمر لرونکی يو درې اونۍ عمر لرونکی د تي ماشوم دی.

د دغه سازمان په وينا مهاجر يې د نړيوالو اوبو په داسې برخه کې ژغولي کومه چې د مالټا د چارواکو د لټون او ژغورنې په مسؤليت کې راځي. زياته شوې مهاجر په توره شپه کې په يوه داسي ربړي کښتۍ کي ناست ول چې تر اندازې زيات انسانان پکښي سپاره ول. د سازمان په وينا د سور صليب او سرې مياشتي همکارانو و کښتۍ ته د يادو مهاجرو د راپورته کولو وروسته د هغوی طبي مراقبت وکړ.

د اوشين وايکينګ کښتۍ له دې مخکې په نوامبر مياشته کې ۲۳۰ مهاجر د ايټاليې او ليبيا تر منځ سمندري ساحه کې ژغورلي ول، خو ايټاليې ورته د لنګر اچولو اجازه نه ورکوله. بالآخره فرانسې دغې کښتۍ ته دلنګر اچولو اجازه ورکړه. د ايټاليې د دريځ له کبله هغه وخت دغه موضوع د فرانسې او ايټاليې تر منځ د دپلوماتيکې لانجې لامل شوې وه.

د مهاجرت د نړيوال سازمان آی او ايم په حواله د روان عيسوي کال له پېل راهيسي په مديترانه کي تقريبا ۲۰۰۰ مهاجر يا خو ډوب شوي او يا لادرکه شوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې