د بلغاریا چارواکِي وايي چې پولیسو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد په شمال کې ۵۸ ناقانونه کډوال له یوه لارۍ موټر څخه موندلي. ویل کیږي چې نیول شوي کسان چې د ۱۳ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري، ټول افغانان دي.
بلغاریا کې د «بې تې آ» خبري ویبپاڼې راپور ورکړی چې دغه افغانان چې اسناد يي نه درلودل، د کریسمس یا نوي کال په سهار د تراکیا له لویې لارې څخه له یو لارۍ موټر څخه موندل شوي. سیمه ایزو پولیسو ویلي چې موټر د رومانیا پلیټ درلوده او د موټکر چلونکی د ترکیې اوسیدونکی و.
د چارواکو په وینا د موټر چلونکی د نووا زاګورا ښار د پولیسو په بند کې دی او نیول شوي کډوال د بلغاریا په شمال کې د کډوالو یو مرکز ته لیږدول شوي.
له دې وړاندې هم د نومبر په میاشت کې د بلغاریا د بورګاس او صوفیا پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۳ افغان کډوال د پولیسو لخوا موندل شوي و. سربیره پر دې د روانې میاشتې په پیل کې هم پولیسو ۷۰ کډوال د دغه هیواد د سلیون ښار ته نږې په یو بس موټر کې موندلي و چې له دې ډلې ډیری يي افغانان وو.
بلغاریا د اروپا په جنوب لویدیځ کې د بالکان د سیمې له هیوادونو څخه دی چې د افغانستان په ګډون د یو شمیر نورو هیوادونو کډوال هڅه کوي چې له ترکیې څخه پر دغې لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي. دغه هیواد ته په ناقانونه ډول د کډوالو اوښتول تر پخوا خورا ډیر شوی.
نور ولولئ: بالکان لار: تر ۱۵۰ ډېر قاچاق وړونکي نیول شوي دي
له دې وړاندې د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو څه باندې ۱۵۰ زره غیرقانوني کډوال نیولي دي. خو په ۲۰۲۱ کې بیا بلغاریا کې څه باندې ۸۲۵۰ کډوال نیول شوي وو.