د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له یو میلیونو څخه د ډیرو افغان کډوالو د اوسیدو اسناد چې د روان لمریز کال د میزان په میاشت کې پای ته رسیدلې وه،د جدي میاشتې تر پایه غځولې او د دغو اسنادو د بیا غځولو امکان هم شته.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو او اتباعو مشر سردار صادق رضادوست ویلي په دغو کسانو کې هغه یو میلیون افغانان هم شامل دي چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، ایران ته ورغلي او د « تردد سند» يي ترلاسه کړی وي.
سردار صادق رضادوست د یک شنبې په ورځ د ایرنا دولتي خبري آژانس سره په مرکې وویل:« مونږ هغو اتباعو ته چې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو په سرشمیرنه کې برخه اخیستې او یا د رون لمریز کال له پیل څخه ایران ته راغلي او د کفالت له دفتر څخه يي فورمې تر لاسه کړي وي، حتی هغو څه باندې یو میلیون خلکو ته چې په افغانستان کې د تیر کال د سیاسي تحول وروسته ایران ته راغلي، د « برګه تردد» په نوم اسناد ورکړي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکی د حزب وحدت اسلامي او د هزاره ګانو پخوانی مشر عبدالغلي مزاري د تلین په مراسمو کې يي یادې څرګندونې کړي.
نوموړی وویل چې د غه د « تردد اسناد» د روان کال د میزان میاشتې تر پایه پورې اعتبار درلود خو دا چې په افغانستان کې بیرته ستنیدو ته شرایط برابر نه و، پریکړه وشوه چې دغه اسناد د جدي تر ۳۰ پورې و غځول شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه اسناد د دریو میاشتو لپاره په اتوماتیک ډول غځول شوي او اړتیا نشته چې خلک دفترونو ته مراجعه وکړي.
یاد وزارت تیره میاشت اعلان کړی و چې هغه افغانان چې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو په سرشمیرنه کې يي برخه اخیستې د استوګنې اسناد ورکوو.
افغانانو لپاره د استوګنې ځانګړې کارتونه
د ایران د بهرنیو کډوالو او اتباعو مشر دا هم وویل چې یوه اونۍ وړاندې په یوه ځانګړې کمیسیون کې چې د کورنیو چارو وزیر هم په کې ګډون درلود، پریکړه وشوه چې ټولو هغو کارګرو اتباعو ته چې د اوسیدو اسناد لري، د آمایش کارت تر څنګ، ځانګړي کارتونه ویشل کیږي.
سردار صادق رضادوست په دې اړه وویل: « د دغه کار لپاره لومړي ګامونه اخیستل شوي چې ډیر ژر به اعلان شي.»
نوموړی وویل چې د دغه کار لپاره هم اړتیا نشته چې خلک دفترونو ته مراجعه وکړي ځکه مونږ د هغوې معلومات لرو او ورته نوي اسناد صادروو. سردار صادق زیاته کړه چې دغه خلک باید د « بافیا» له دفتر څخه د کار سند« شناسه کار» تر لاسه کړي ځکه دغه سند، په ایران کې د اوسیدو تر ټولو مهم فاکتور بلل کیږي.
په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د کورنیو چارو وزارت دغه اعلان په داسې مهال کیږي چې په دغه هیواد کې یو شمیر افغانان د ایراني چارواکو له بد چلند څخه شکایت لري او هره اونۍ زرګونه افغانان بیرته افغانستان ته شړل کیږي. د بشري حقونو ځینې سازمانونه هم له دې وړاندې په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه څرګنده کړې وه.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې میشت دي. له دې وړاندې دغه وزارت د تیر کال په اکتوبر میاشت کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له یو نیم میلیونو څخه ډیر افغانان ایران ته کډوال شوي.