د بریتانیا حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۵ زرو څخه ډیر کډوال په وړو کښتیو کې د انګلیس چینل له لارې دغه هیواد ته رسیدلي چې دا په تیرو څو کلونو کې د ریکارډ په کچه ډیروالی ښيي. افغانان بیا له البانیویانو وروسته د دغو کډوال لوی شمیر جوړوي.
د بریتانیا حکومت د نوي کال په لومړی ورځ د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته په وړو کښتیو کې د کډوالو د اوښتو تازه شمیرې خپاره کړي چې د دغو شمیر له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ۴۵۷۲۸ تنه د فرانسې له ختیځ څخه بریتانیا ته اوښتي. په ۲۰۲۱ کال کې بیا دغه شمیر ۲۸۵۲۶ تنه وو چې ۶۰ سلنه ډیروالی ښيي.
له دې وړاندې بریتانوي چارواکو اټکل کړی و چې ۶۰ زره کډوال به په ۲۰۲۲ کال کې په وړو کښتیو کې له دغې خطرناکې سمندري لارې بریتانیا ته د ننه شي.
په دغه تازه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ټولو رسیدلو کښتیو نیمايي يي د البانیا او افغانستان اوسیدونکي وو چې ټولټال ۳۵ سلنه البانوي او ۱۵ سلنه افغان کډوال په دغه موده کې بریتانیا ته رسیدلي. په همدغه کال کې ټولټال ۱۱۰۴ واړه کښتۍ د بریتانیا سواحلو ته رسیدلي.
راپور زیاتوي چې د رسیدونکو کډوالو له ډلې ۸۷ سلنه يي نارینه وو.
د فرانسې له ختیځ څخه د بریتانیا سواحلو ته دغه سمندري لار ډیره خطرناکه بلل شوې چې د ګڼ شمیر کډوال ژوند يي اخیستې. تیره میاشت ۴ تنه کډوال چې بریتانیا ته يي د اوښتو هڅه درلوده، پر دغه لار خپل ژوند وبایله.
په وړو کښتیو کې بریتانیا ته د ناقانونه کډوالو ننوتل په دغه هیواد کې د دولت لپاره یوه سرخوږۍ جوړه کړې. د دغو کډوالو د مخنیوي لپاره حکومت له رونډا سره یو تړون لاسلیک کړ تر څو د کښتیو په وسیله رسیدلي کډوال دغه افریقايي هیواد ته واستوي. د بریتانیا سترې محکمې هم دغه کار قانوني بللې.
همدارنګه تیره میاشت لندن او پاریس د انګلیس کانال کې له لارې برېتانیا ته د کډوالو د تګ د مخنیوي تړون لاسلیک کړ چې د دغه تړون له مخې به بریتانیا په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره فرانسې ته ۷۲،۲ میلیونه یورو ورکړي.
سربیره پر دې لومړي وزیر ریشي سوناک له البانیا سره هوکړه وکړه چې په وړو کښتیو کې دغه هیواد ته رسیدونکي البانوي کډوال به بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي. لومړی وزیر ویلي چې زرګونه البانویان به راتلونکو میاشتو کې بیرته خپل هیواد ته واستوي.
انګلیس چینل د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د نړۍ یو له بوختو خطرناکو سمندري لارو څخه ده چې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ سوداګریزي کښتۍ له دغې لارې تیریږي. د افغانانو په ګډون ډیری کډوال هڅه کوي چې د قاچاقچیانو په مرسته، د فرانسې له ختیځ کالاس څخه په وړو کښتیو کې له همدې لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.