فرانسوي چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ يي ۳۳ افغان، پاکساني او هندي کډوال چې په ناقانونه ډول دغه هیواد ته د ننه شوي و، له یو کامیون موټر څخه موندلي. دغه کډوال الپ غرونو ته نږدې د آوونسون په سیمه کې موندل شوي.
سیمه ایزو چارواکو رسنیو ته د شنبې په ورځ وویل چې د موټر چلونکی له سیمې څخه تښتیدلی او نیول شوي کسان چې ټول نارینه ځوانان و، پولیسو ته سپارل شوي دي.
د آلپ پولیسو د بی اف ام فرانسوی ټلویزیون ته ویلي چې له کامیون موټر څخه موندل شوي دغه کډوال د افغانستان، پاکستان او هند اصلي اوسیدونکي دي. د یادې سرچینې په وینا ټول نیول شوي کسان قانوني اسناد نه درلودل.
راپورونه وايي چې د ژاندارم پولیسو له رسیدو سره سم د موټر چلونکی له سیمې څخه تښتیدلی. د دغو ناقانونه کډوالو د راتګ د لارو چارو په اړه څیړنې پیل شوي.
نور ولولئ: د الپ له واورو ډک غرونه: کډوال په خورا سختو شرایطو کې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي
د افغانانو په ګډون ګڼ شمیر کډوال، د آلپ غرونو څخه تیریږي او له ایټالیا څخه ځانونه فرانسې ته رسوي چې پر دغه خطرناکه غرنیزه لاره یو شمیر کډوالو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.