د برلين ښار آرشيف انځور
د برلين ښار آرشيف انځور

د عيسوي کال د نوي کېدو په شپه د آلمان په برلين ښار کې پر پوليسو او نورو چارواکو بريدونه تر سره شول. په نيول شوو تورن کسانو کې زيات مهاجر هم شامل دي.

د نوي کال په شپه د آلمان په پلازمېنه برلين کې د تاوتريخوالې يو شمېر پيښي رامنځته شوې. په دې ترڅ کې پر پوليسو، اطفايې او نورو چارواکو ډبرې، سور سورانکې يا د اورلوبي سامان، پټاخۍ او نور څيزونه وغورځول شول چې په ترڅ کي يې يو شمېر چارواکې ژوبل هم شول. په دغو قضيو کې نيول شوي يو شمېر کسان مهاجر دي چې پکښي افغانان او سوريايان هم شامل دي.

د يادو پېښو وروسته په آلمان کې د مهاجرو د ادغام پر موضوع بحثونه تاوده شول. په دې ترڅ کې د ادغام لپاره د آلمان د حکومت ځانګړې استازي ريم الابالي رادوفان د مهاجرو په وړاندي له عمومي شک څخه خبرداری ورکړی دی. د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند سره تړاو لرونکي دغه مامور ويلي دي: «موږ بايد چې عاملين د هغوی د اعمالو په څرنګوالي سره قضاوت کړو او نه د هغوی د ممکنه اصلي ټاټوبي پر اساس، لکه اوس چې بعضي کسان دغه کار کوي.» نوموړې دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د «فونکه مېډين ګروپه» په نوم رسنيزې ډلې ته کړي دي.

الابالي رادوفان له اجتماعي او دسته جمعي قضاوت څخه خبرداری ورکړی دی. هغه زیاته کړې: «که اوس يو څوک په دسته جمعې توګه د هغو کسانو په وړاندي د شک په سترګه ګوري چې د مهاجرت شاليد لري، نو هغه په ټولنه کې د مخکي له مخکي قضاوتونو په زیاتېدو او د ټولنې تر منځ درز د پراخېدو لامل ګرځي.» هغه وويل چې د نوي کال په شپه د رامنځته سوو پېښو پلټنې بايد وشي او لاملونه يې څرګند کړل شي. د هغه په وينا د تاوتريخوالي عاملين بايد چې د قانوني دولت په اختيار کې په شته ټوله او په بشپړه سختۍ سره مجازات شي.

له دې مخکې د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند سياستوال ينس شپاهن ويلي ول چې د تاوتريخوالي په لاملونو کې يو هم د ادغام د سياست ناکامي ده. هغه ويلي ول چې په آلمان کې بايد په سياسي توګه دا پوښتنه وشي چې ولې هميشه د نوي کال شپه په ځانګړو ناحيو کې د تاوتريخوالي رامنځته کېدو لامل کيږي.

د آلمان د پوليسو صنفي اتحاديې غوښتنه کړېده چې د تاوتريخوالي د يادو پېښو د عاملينو د اصلي ټاټوبو او ريښو په هکله دې پلټنه وشي. د يادې اتحاديې رئيس راينر وېنډټ د دوشنبې په ورځ و «فوکس آنلاين» رسنۍ ته وويل چې زيات بريد کوونکې له «مهاجرو» څخه ول. د هغه په وينا داسي اټکل کوي چې د تاوتريخوالي په پيښو کې ښکېل کسانو څخه اکثريت هغه ځوانان ول چې د مهاجرت شاليد لري.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياندې د دوشنبې په ورځ وويل چې د تاوتريخوالي د پيښو د عاملينو په هکله دقيق او روښان معلومات نشته. هغې وويل چې پوليسو په ۲۰۲۱ کال تقريبا ۸۸۶۰۰ د لاس اچونې او بريدونو قضيې ثبت کړې چې له پېژندل شوو عاملينو څخه يې ۸۴ فيصده نارينه او ۷۰ فيصده يې آلماني تابعيت لرونکي ول.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې