د پاکستان د کراچۍ ښار کې طالب چارواکي ویلي چې د محکمې لخوا د ۴۰۵ افغان بندیانو د خوشي کولو حکم صادر شوی خو له ۴۰۰ ډیر ماشومان او میرمنې لا هم په زندانونو کې شپې سبا کوي. له دې سره په تیرو دوو میاشتو کې دوه افغانان د کراچۍ په زندانونو کې مړه شوي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسل طلوع نیوز ته ویلي:« د ۴۰۵ افغانانو د خوشې کولو حکم تازه د محکمې لخوا لاسلیک شوی چې ډیر ژر به دغه کسان خوشي شي.» په دغو افغانانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
تیره اونۍ پاکستاني چارواکو واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي و چې دامهال ۱۲۰۰ افغانان د کراچۍ په زندانونو کې بندیان دي. طالب چارواکي بیا وايي چې په ټول پاکستان کې دامهال ۲۰۰۰ افغانان بندیان دي چې ډیری يي د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان شوي.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري طلوع نیوز ته وویل:« مونږ یو ځل ۴۲۸ کسان خوشې کړل او بیرته وطن ته ستانه شول. او د ۴۰۵ نورو کسانو د خوشې کیدو حکم د محکمې له لورې صادر شوی. اداري چارې يي رواني دي او په څو ورځو کې به دوې بیرته افغانستان ته ستانه شي.»
نوموړی وویل:« په تیرو دریو میاشتو کې دوه افغانان د کراچۍ په زندانونو کې مړه شوي چې د یو تن جسد لاهم په پاکستان کې دی.» دغه طالب چارواکی ویلي چې په زندانونو کې دا مهال ۲۵۷ ماشومان، ۷۱۲ نارینه او ۱۹۴ میرمنې بندیان دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، خبردارۍ ورکړ چې د ټولو هغو افغانانو د بیرته لیږلو مصارف چې د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې کیږي، په اسلام اباد کې د دوې سفارت په غاړه اخلي. د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو غوښتي چې په دې برخه کې دې چاته پیسې نه ورکوي.
د بشري حقونو او افغانانو اندیښنې
د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو وضعیت او له دوې سره د چارواکو ناوړه چلند، د بشري حقونو او یو شمیر افغانانو اندیښنه راپارولې. یو شمیر افغان په ټولنیز شبکو د پاکستان دغه کار په کلکو ټکو غندلی او د پولیسو لخوا د ماشومانو نیول له ټولو نړیوالو قوانینو څخه غړونه بللې.
د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ تیره اونۍ په خپل ټویټر کې د یو شمیر افغان ماشومانو تصویرونه خپاره کړل چې د نوموړي په خبره افغانان دي. نوموړی په دې اړه لیکلي: « دبشري حقونو دغه سرغړونې په کلکه غندو او دغه چلند غیر انساني دی. د سند حکومت باید له افغان کډوالو سره د پرله پسې ناوړه چنلد له امله و شرمیږي.»
د بخنښنې نړیوال سازمان هم د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د نیولو او د دوې د اسنادو د تمدید د پروسې په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
تیره میاشت د ډسمبر په ۱۶مه، د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک واستوه او له نوموړي څخه يي و غوښتل چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ساتنه وکړي.