د رسنیو د راپورونو له مخې، د رامفورم هایپریون شرکت یوې کښتۍ د تېرې یکشنبې په ورځ د مالتا او یونان ترمنځ اوبو کې هغه ۸۹ افغان کډوال ژغورلي دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په سمندر کې بند پاتې وو.
د آفشور انرژي بېز سایټ د خبر له مخې د رامفورم هایپریون شرکت یوې لویې کښتۍ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۸) د یونان او مالتا ترمنځ اوبو کې د کډوالو له یوې کوچنۍ بېړۍ سره مخامخ شوه چې ۸۹ کسان پکې سپاره وو. دغې کښتۍ د ایټالیا له ساحلي ځواکونو سره له تماس نیولو وروسته یاد کډوال له سمندره وژغورل او د سیسیلي اوبو ته یې انتقال کړل.
زیاته شوې ده چې د کډوالو لېږدونکې کښتۍ کې د ۲۵ ماشومانو او ۲۱ ښځو په ګډون ټولټال ۸۹ کسان سپاره ول. یادو مهاجرو چارواکو ته ویلي دي چې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي او له ترکیې څخه یې خپل سفر پیل کړی دی. د ژغورل شویو کسانو له خولې ویل شوي دي چې ۸ تر ۱۰ ورځو یې په سمندر کې تېرې کړې دي.
د رامفورم هایپریون مسولینو ویلي دي چې د یکشنبې په ماسپښین یې سیسیلي ته څېرمه یاد کډوال ایټالوي چارواکو ته سپارلي دي. دغه شرکت دا هم ویلي دي چې کډوالو ته یې سرپناه، ډوډۍ او اوبې ورکړې دي.
بیا ولولئ: سلګونه کډوال د یونان ساحلي اوبو کې ژغورل شوي دي
ترکیه او یونان اروپا ته د کډوالو ننوتلو یوه له مهمو لارو بلل کېږي. ډېری اسیایي او افریقایي کډوال هڅه کوي چې د اژې سمندر له لارې ځانونه يوناني ټاپوګانو او يا ایټالیا ته ورسوي. خو دغه سمندري سفرونه له ګواښ څخه ډک وي. د سمندري سرحد ساتونکو د اټکل له مخې تېر کال په ختيځه مديترانه کې د ډوب يا لادرکه شوو مهاجرو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېږي چې دا د ۲۰۲۱ کال په پرتله د دوه چنده زياتوالی ښيي.