د فرانسې امنیتي ځواکونو د جنورۍ په ۵مه د بورګونی ښار پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۹ کډوال موندلي چې ځانونه یې هندیان معرفي کول. د دغو کډوالو له ډلې ۲۴ تنه یې له فرانسې څخه د اخراج له ګواښ سره مخ دي.
د فرانسې امنیتي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۵مه) د بورګونی ښار پر لویه لاره مېرکوی کلي ته څېرمه په یوه لارۍ کې ۲۹ کډوال موندلي دي. د فرانسې بلو د خبر له مخې د لارۍ دوه چلوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي. زیاته شوې ده چې دغو کډوالو ځانونه د هند اتباع معرفي کول. د کوت دور قومندانۍ د هغوی روغتیایي وضعیت «ښه» بللی دی.
د فرانس بلو د خبر له مخې د موندل شویو کډوالو له ډلې څخه ۲۴ تنو ته یې د خاورې پرېښودو اسناد ورکړل شوي دي. د کوت دور قومندانۍ ویلي دي چې دغه مهاجر اوس د یاد ښار د کډوالو د بېرته ستنېدو مرکز کې دي او خپل هېواد ته د بېرته تلو لپاره د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي له مرستو برخمن کېږي.
پاتو پنځو کسانو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده. د چارواکو په حواله یادو کډوالو یوه شپه په ادارې بند کې تېره کړې.
بیا ولولئ: فرانسه: د افغانانو په ګډون ۳۳ کډوال آلپ غرونو ته نږدې موندل شوي
د استیناف غوښتنه
اداري بند هغه قضایي پروسیجر ته وایي چې په پایله کې یې فرانسه کې د نیول شویو کسانو د پاتې کېدو قانونيتوب څېړل کېږي. د فرانسې پولیس کولی شي چې هغه کس چې ویزه او یا اقامت کارت نه لري په اداري بند کې وساتي او یا یې له فرانسې څخه د ایستلو پرېکړه وکړي.
هغه کسان چې د فرانسې د خاورې د پرېښودو اسناد یې ترلاسه کړي دي اړ دي چې د ۳۰ ورځو په موده کې له فرانسې څخه ووځي. خو دوی حق لري چې له محکمې څخه د استیناف غوښتنه وکړي. د استیناف د غوښتنې لپاره د مدافع وکیل شتون اړین نه دی. خو که څوک وغواړي چې وکیل ولري، نو محکمه کولی شي چې ورته مدافع وکیل معرفي کړي.
بیا ولولئ: فرانسه: د کډوالۍ په هکله د حکومت له خوا د وړاندې شوې لایحې مهم ټکي څه دي؟
د استیناف په صورت کې کډوال د محکمې تر پرېکړې پورې په فرانسه کې پاتې کېږي. که چېرې د محکمې ځواب منفي وي، کډوال د دویم ځل لپاره د استیناف غوښتنه کولی شي.
- کډوال نیوز هڅه وکړه چې د کوت دور قومندانۍ سره اړیکه ونیسي، خو بریالی نه شو.