د فرانسې په سوېل ختیځه سیمه کې د تېرې دوشنبې په ورځ یو تن چې د اورګاډي سر ته ختلی و د برېښنا د شارتۍ له امله مړ شوی دی. د سیمې د قومندانۍ په حواله ټولې نښې نښانې داسې ښيي چې دغه سړی کډوال و.
د کډوالو د ملاتړ سازمان رویا سیتوین د تېرې دوشنبې په ورځ نیس متن ورځپاڼې ته وویل: «د پولو د تړل کېدو له کبله یو ځل بیا مرګونې پېښه رامنځته شوه.» دغه سازمان زیاته کړې: «یو کس چې یوازې د یو ښه ژوند په لټه کې و د برېښنا د ښارتۍ له امله ومړ. له دې سره پر دغه خونړۍ پوله د مړو شمېر ۵۰ تنو ته رسېږي.»
دغه ۳۰ کډوال د فرانسې د نیس ښار د اورګاډي تمځي کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ورته مهال د عامه خوندیتوب سیمه ایزې ادارې نیس متن ته ویلي دي چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
د ۲۰ مینیوت سایټ په حواله وروسته له هغه چې د ماښام په ۶ بجو او ۱۰ دقیقو د پېښې په اړه چارواکو ته اطلاع ورکړل شوه، روغتیایي کارکوونکي د پېښې سیمې ته ورسېدل.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایټالیا او فرانسې پر پوله ورته پېښې رامنځته کېږي. ویل کېږي چې تر اوسه لږترلږه درې کډوال چې غوښتل یې د ایټالیا څخه فرانسې ته ځان ورسوي د برېښنا د شارټۍ له امله مړ شوی دی.
بیا ولولئ: فرانسه: هغه کډوال چې د اورګاډي سر ته ختلی و د برېښنا د شارټۍ له امله مړ شوی
د ۲۰۲۱ په سپټمبر میاشت کې یوه بنګله دېشي ونتمیل ښار ته نږدې د برېښنا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ۲۰۲۱ په نومبر میاشت کې د ساحل عاج یو ۲۱ کلن اصلي اوسېدونکی چې مانتون ګاراوان اډه کې د اورګادي سر ته ختلی و د برېښنا د شارتۍ له امله ټپي شو. دغه راز د ۲۰۲۲ په فبرورۍ میاشت کې د یوه ځوان کډوال مړی د اورګاډي په تمځي کې وموندل شو.