د آلماني رسنيو د راپورونو له مخې په آلمان کې د پناه غوښتنې شمېرې د کرونا پاندمي وخت مخکې هسکو څوکو ته زياتې شوې دې.
د «وېلټ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې په آلمان کې د پناه غوښتنو په تړاو د شمېرو په هکله يو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي دي چې په آلمان کي په ۲۰۲۱ کال چې د کرونا پاندمي دويم کال کيږي، د پناه غوښتنو شمېر هغه سويې ته جګ شوی لکه له پاندمي مخکې کال کې چې و. يادي ورځپاڼې دغه راپور د ۲۰۲۱ کال لپاره د آلمان د حکومت د مهاجرت په تړاو راپور په حواله د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۱ نېټه) خپور کړی دی.
د راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال په آلمان کې د پناه غوښتنو شمېر کې ۴۵ فيصده زياتوالی راغلی. زياته شوې چې په ۲۰۲۱ کال په ټوليزه توګه تقريبا ۱۰۵ زره ويزې هم اجرا شوي دي. يعني په ياد شمېر بهرنيانو ته و آلمان ته د راتګ ويزې ورکول شوي. په دې توګه نو يادي شمېرې دومره زياتي شوي دي چې له پاندمي مخکې وخت سويې ته نژدې شوي دي. د آلمان د حکومت ياد راپور د چهارشنبې په ورځ تصويب کيږي او يادي رسنۍ ته يې جزيات تر مخه رسېدلي دي.
په راپور کې راغلي دې چې په ۲۰۲۱ کال په ټوليزه توګه ۱،۳ مليونه بهرنيان آلمان ته راغلي چې ورڅخه ۵۰۰ زره کسان يې د اروپا څخه دباندي سيمو سره تړاو لري. زياته شوې ده چې په ياد شمېر بهرنيانو کې ۴۰ زره يې مسلکي کسان دي.
د مسلکي کسانو د شمېر په هکله ويل شوي دي چې په ۲۰۲۱ کال د مخکني کال په پرتله و آلمان ته د راتلونکو مسلکي کارګرو په شمېر کې ۳۵ فيصده زياتوالی راغلی. خو دا چې په ۲۰۱۹ کال و آلمان ته تقريبا ۶۴ زره مسلکي کارګر راغلي ول، نو په ۲۰۲۱ کال بيا هم د ۲۰۱۹ په پرتله د راغلو مسلکي کارګرو شمېر کمتره و. و آلمان ته د راغلو دغو کسانو څخه د اکثريت يې له هند، لوېديځ بالقان دولتونو، ترکيې، امريکا متحده ايالاتو او چين څخه ياد شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۲۱ کال د مخکنيو کالونو په پرتله د آلماني تابعيت ترلاسه کوونکو شمېر هم زيات شوی، خو په کمه اندازه. ويل شوي چې ياد شمېر د ۲۰۲۰ کال د ۱۲۹ زرو په پرتله و ۱۳۲ زرو ته پورته شوی دی. د راپور له مخې تر ټولو زيات تابعيت سوريايانو تر لاسه کړی دی چې شمېر يې تقريبا ۲۰ زره دی. اټکل کيږي چې اکثريت يې هغه سوريايان دي چې په ۲۰۱۵ کال آلمان ته رامهاجر شوي ول.
آ./ا.ا.