د يونان په ليسبوس ټاپو کې د سه شنبې په ورځ د ۲۴ سمندري ژغورونکو پر ضد محاکمه پېل شوه. ياد شمېر ټول کسان د بشري مرستو د سازمانونو همکاران دي.
د يونان په ليسبوس کې د هغو ۲۴ کسانو محاکمه پېل شوه چې ورباندې د انسانانو د قاچاق، جاسوسۍ او تورو پيسو د مينځلو تور دی. تورن کړل شوي ټول کسان د بشري مرستو د سازمانونو غړي دي. په تورنو کسانو کې د نورو تر څنګ د سوريې د مهاجرو مرسته کوونکې سارا مارديني هم شامله ده. د يونان د دولتي رسنيو په حواله د يادي مرستندويې وکيلان د هغې استازيتوب کوي.
د درو غير دولتي سازمانونو پر يادو غړو تور دی چې آژه سمندر په ختيځ کې واقع ليسبوس ټاپو کي يې قاچاق کاوه. د پوليسو د تور له مخې دغو کسانو په سيستماتيکه توګه له ترکيې څخه و يونان ته د مهاجرو د رسېدلو په برخه کې مرسته کوله. پر هغوی تور دی چې د يونان د سرحدي ساتونکو مخابره يې اورېدله او و هغو مهاجرو ته يې د سرحدساتونکو د کښتيو حدود و اربعه ښودله چې غوښتل يې له ترکيې څخه يوناني ټاپو ته ځان ورسوي. د تورنو کسانو مدافعې ياد تورونه بې بنياده بللي دي.
د آلمان خبري آژانس د راپور له مخې د يونان پوليسو هغه وخت د غير دولتي سازمانونو و فعاليتونو ته متوجه شول، کله چې يې د چارواکو په وینا په ۲۰۱۸ کال د دغو سازمانونو دوه غړي ونيول ولې چې د يونان د پوځ په جعلي نمبر پلېټونو سره يې په ليسبوس کې يو موټر چلولی. د دغو نيونو وروسته څو مياشتي پرله پسې د اړونده سازمانونو څارنه او په هکله يې پلټنې وشوې.
په تورن کړل شوو کسانو کې د نېټ فليکس له ډارمې «لامبو کوونکې» مرکزي کردار سارا مارديني هم شامله ده. دغه مېرمنه او د هغې خور يسرا مارديني په ۲۰۱۵ کال د سوريې د مهاجرو په حيث د رسنيو د سرټکو موضوع وګرځېدې. هغوی څو ساعته پرله پسې د مهاجرو د يوې داسي کښتۍ رسۍ په لامبو کولو سره څو ساعته تر ليسبوس ټاپو پورې کش کړې وه، کوم چې په سمندر کې په اضطراري حالت کې راغلې وه. يادې دواړې خوېندې وروسته په آلمان کې مېشت شوې.
آ./ا.ا.