افغان کډوال د افغانستان او پاکستان پر پوله. ارشیف انځور: پېکچر الاینز
افغان کډوال د افغانستان او پاکستان پر پوله. ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څه باندې ۲۵۰ زره افغان کډوالو پاکستان ته پناه وړې ده. خو ډېری دغه کسان پاکستان کې د اخراج او یا زنداني کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ګارډین په راپور کې راغلي دي چې یوازې په تېرو درېو ورځو کې تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي او سلګونه نور د اخراج له ګواښ سره مخ دي.

زیاته شوې چې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان له سېند څخه ۳۰۲ کډوال خو د دوشنبې په ورځ بیا ۳۰۳ تنه نور چې په ډله کې یې ۶۳ ښځې او ۷۱ ماشومان هم وو افغانستان ته استول شوي دي. ټاکل شوې ده چې ۸۰۰ تنه نور په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته واستول شي.

ګارډین زیاتوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څه باندې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

پاکستاني چارواکو تېر اوړی د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د اسنادو پرته دغه هېواد ته ننوتلي وو، خو د ۲۰۲۲ له اکټوبر راهیسې د افغان کډوالو نیول او بندي کول تر پخوا ډېر شوي دي. د ګارډین په راپور کې د مدافع وکیلانو له قوله ویل شوي دي چې یوازې کراچۍ او حیدرآباد ښارونو کې د ۱۲۹ ښځو او ۱۷۸ ماشومانو په ګډون ۱۴۰۰ افغانان زندان ته اچول شوي دي.

بیا ولولئ: پاکستان: د کراچۍ ښار پولیسو ۱۱ نور افغانان نیولي

کراچۍ ښار کې د بشري حقونو مدافع وکیلې مونیزه کاکړ ګارډین ته ویلي دي چې د نیول شویو افغانانو له دلې ۴۰۰ تنه یې ویزې او د اوسېدو کارتونه لري چې د پولیسو له خوا د هغوی د نیول کېدو سره سم ضبط شوي دي.

«انساني دریځ»

بل پلو د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره فرح ضیا له افغانانو او په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو سره پر ناوړه چلند نیوکه کوي. دغه کمېسیون تېر کال د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو پر وړاندې «انساني دریځ» خپل کړي.

په راپور کې د یوې افغانې پناه غوښتونکې له قوله راغلي دي چې وایي د شپې «خوب نه لري». هغه چې مېړه یې په پخواني دولت کې دنده درلوده او اوس په افغانستان کې پټ ژوند کوي وایي «کابل ته تر ستنېدا په زندان کې مرګ» غوره ګڼي ځکه افغانستان کې سا نه شي اخیستلی.

بیا ولولئ: په افغانستان کې د بهرنیو موسسو بندېدل د بې ځایه شویو پر ژوند څه اغیزې لري؟

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ویاند قیصر خان افریدي ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د اړمنو کسانو دوسیې وڅېړي او هغوی ته پاکستان کې د مېشتېدو زمینه برابره کړي. خو هغه زیاته کړې چې «د ټولو کډوالو مېشتول شووني نه دي».

بل لور ته بیا د سېند چارواکي وایې چې حکومت یوازې د ناقانونه کډوالو پر ضد اقدامات کوي، هغه کسان چې د سفر د معتبرو اسنادو پرته پاکستان کې ژوند کوي.

د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وضعیت د بشري حقونو سازمانونو اندیښنه راپارولې ده. څه موده مخکې پر خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې پکې ادعا شوې وه چې د کراچۍ ښار په زندان کې یو شمېر ماشومان او میرمنې په سخت حالت کې شپې او ورځې تېروي.

 

نورې ليکنې