یوناني چارواکي وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېر کال د اوروس سمندر په اوږدو کې څه باندې ۱۳۰۰ قاچاق وړونکي نیولي دي. زیاته شوې چې په ۲۰۲۲ کې تر ۲۵۶ زرو ډېرو کډوالو د اوروس سمندر له لارې له ترکیې څخه د یونان خاورې ته د ننوتو هڅه کړې ده.
د یونان د ولسي وګړو د ساتنې وزیر تاکیس تیودوریکاکوس وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د تېر میلادي کال په جریان کې څه باندې ۱۳۰۰ قاچاق وړونکي نیولي دي. هغه چې د تېرې شنبې په ورځ یې له اسکای راډیو سره خبرې کولې ویلي دي چې په ۲۰۲۲ کې څه باندې ۲۵۶ زرو مهاجرو د اوروس سمندر څخه د اوښتو هڅه کړې ده.
نوموړي تېر کال ویلي وو چې یوازې د ۲۰۲۲ د اګست میاشتې په جریان کې لږترلږه ۴۰ زره کډوالو هڅه کړې چې له دغې لارې یونان ته ځانونه ورسوي. زیاته شوې وه چې د یونان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د ۲۰۲۲ له پیل څخه تر اګست میاشتې پورې د ۱۵۰ زره غیرقانوني کډوالو مخه ونیسي.
بیا ولولئ: یونان وایي په روان کال د ۱۵۰ زره کډوالو مخه نیولې ده
د ښاغلي تیودوریکاکوس په وینا حکومت پلان لري چې د اوروس سمندر په اوږدو کې شته دېوال نور هم اوږد کړي. هغه ویلي دي چې ډېر ژر به له ترکیې سره پر پوله د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي د خنډونو جوړېدو کار پیل شي.
د یونان حکومت د ۲۰۲۲ په اګست کې پرېکړه وکړه چې له ترکیې سره پر پوله دېوال ۸۰ کیلومټره نور هم اوږد کړي او د کډوالو د مخنیوي لپاره له نویو تجهیزاتو کار واخلي.
داسې ویل کېږي چې د دغو خنډونو د جوړېدو کار تر پای ته رسېدو پورې به له ترکیې سره پوله وتړل شي. زیاته شوې چې پر پوله به د ګزمه کوونکو شمېر زیات کړل شي او له نویو کښتیو او الوتکو څخه به هم کار واخیستل شي.
بیا ولولئ: د یونان د کډوالو وزیر: «کډوال ضرورت نه لري چې یونان ته راشي ځکه ترکیه یو امن هیواد دی»
بل پلو بیا د کډوالۍ نړیوالې اداره وایي چې په ۲۰۲۲ کې تر ۱۸۰۰۰ ډېر کډوال په ناقانونه طریقه یونان ته ننوتلي دي چې دغه شمېرې ۲۰۲۱ په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.