د هالنډ حکومت په محکمو کې له پر له پسې ماتو وروسته مهاجرو سره د هغوی د کورنيو پر ادغام لګول شوي محدوديتونه دمګړی وځنډول.
د هالنډ دولتي سکرتر اېريک فان دېر بورګ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۱نېټه) په ډنهاګ کې و پارلمان ته وويل چې د مهاجرو سره د هغوی د کورنيو پر ادغام لګول شوي محدوديتونه ځنډول شوي دي. د هغه په وينا تر هغو چې د هالنډ تر ټولو عالي محکمې آخري او حتمي فيصله نه وي کړې، ياد محدوديتونه به ځنډول شوي پاته وي. د هغه په وينا په دې ترڅ کي به هغه انسانان چې د قبول شوي مهاجر د کورنۍ غړي وي، هغوی به و هالنډ ته بېله قيد او بست څخه سفر وکولای شي.
د هالنډ تر ټولو عالي اداري محکمه د پنجشنبې په ورځ پر ياده موضوع صلاح مشورې کوي. خو دا چې کله به پر دغه موضوع فيصله صادره شي، لا نه ده څرګنده. دغې محکمې د تېر عيسوي کال په دسمبر مياشته کې په يوه عاجله ناسته کې مؤقتي فيصله کړې وه چې د قبول شوو پناه غوښتونکو د کورنۍ غړو ته بايد بېله محدوديتونو و هالنډ ته د سفر کولو اجازه ورکوله شي. په دغه فيصله کې راغلي ول چې د کورنيو د الحاق په وړاندي محدوديتونه د ملي او نړيوالو قوانينو نقض دی. دا څلورمه محکمه وه چې د يادو شخړيزو محدوديتونو پر ضد يې فيصله وکړه.
د مني راهيسي په هالنډ کې د قبول شوو مهاجرو کورنۍ مجبورې دي چې د کورني الحاق لپاره ۱۵ مياشتې انتظار وکړي. صرف هغه وخت يې په مخکې محدوديت نشته چې هغوی خپل اپارتمان يا کور ولري. د هالنډ د معدل او ښې اړخې ائتلافي حکومت صدراعظم مارک روته د يادو محدوديتونو په استدلال کې د مهاجرو لپاره د سرپناوو په موندنه کې ستونزې يادې کړې وې.
د هالنډ حکومت غواړي چې ښارګوټي په دې مکلف کړي چې لا زيات اپارتمانونه چمتو کړي. حکومت يې په بدل کې ژمنه کړې وه چې د راتلونکو مهاجرو به شمېر کې به کمښت راولي. خو يو شمېر مهاجرو د حکومت د يادو نوو اصولو پر ضد محکمې ته مراجعه کړې وه.
آ./ا.ا.