په آلمان کې د مهاجرو د سرپنا کمښت لويه ستونزه ده
په آلمان کې د مهاجرو د سرپنا کمښت لويه ستونزه ده

د آلمانې ښارونو شورا د آلمان پر مرکزي حکومت ږغ کړی دی چې د نوو مهاجرو په راتګ کې محدوديتونه راولي.

د آلماني ښارونو د شورا رئيس راينهارډ ساګر د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۱ نېټه) په کاسل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د آلمان له حکومت څخه د نوو راتلونکو مهاجرو د شمېر محدودولو غوښتنه وکړه. هغه وويل چې په آلماني ښارونو او ښارګوټو کې د مهاجرو لپاره ځای پيدا کولو امکانات خپل آخري حد ته رسدلي دي.

راينهارډ ساګر وويل چې دا زیات وختونه له پام غورځول کيږي چې د ۲۰۱۵ او ۲۱۰۶ کالونو د مهاجرو حرکت او اثرات يې لا تر اوسه په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې نه دي راغلي. هغه وويل چې د مهاجرو لپاره ځانګړي شوي ځايونه ټول اشغال دي او آلمان ته له راغلو مهاجرو څخه اکثريت يې لا تر اوسه مدغم شوي نه دي.

د ساګر په وينا د آلمان ۲۹۴ ښارونه دغه حقيقت هم اندېښمن کړي دي چې د آلمان مرکزي حکومت ورسره له ۲۰۲۲ کال راهیسي د مهاجرو د سرپناو په برخه کې مالي مرستي نه کوي. هغه وويل چې دمګړی اټکل کېږي چي د آلمان ښاروالۍ به په ټوليزه توګه د دوو ملياردو يورو کسر ولري. هغه نيوکه کړې ده چې په وينا يې په اروپا کې د مهاجرو وېش په عادلانه توګه نه کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې