نیانګل م. هغه افغان کډوال دی چې د خاورې د پرېښودو سند یا ترک خاک ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو د استولو لړۍ درول شوې ده.
د فرانسې بزیې ښار کې د سیماد سازمان غړی دانیل مارتن وایي چې نیانګل «حیران» پاتې دی چې ولې قومندانۍ ورته د خاورې د پرېښودو سند یا ترک خاک ورکړی دی.
د دغه ۲۷ کلن افغان کډوال دوسیه د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو ادارې یا اوفپرا او د پناه غوښتنې ملي محکمې له خوا رد شوې ده. ورپسې چارواکو د ۲۰۲۲ د اکټوبر میاشتې په ۱۳مه نوموړي ته د خاورې د پرېښودو سند ورکړ. د مونپلیې اداري محکمې بیا د جنورۍ په ۶مه د نیانګل د اخراج حکم تایید کړ.
نیانګل چې اوس د پناه غوښتونکو په یو مرکز یا کادا کې اوسېږي وېره لري چې ښایي بې سرپناه پاته شي او یا افغانستان ته واستول شي چېرې چې هغه د طالبانو له ګواښ سره مخ دی. دا په داسې حال کې چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن تېر کال په تکرار سره وویل چې اخراجېدونکي کډوال افغانستان ته نه استول کېږي. نیانګل ښایي فرانسه کې خپل حقونه له لاسه ورکړي او له سختو شرایطو سره مخامخ شي. کډوال نیوز هڅه وکړه چې په دې اړه د هرو قومندانۍ نظر ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.
د سیماد غړی وایي چې د نیانګل دوسیې ته له ډېر ځنډ سره رسېدنه شوه. هغه وایي چې «نیانګل د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې فرانسې ته رسېدلی و، خو پوره یو کال وروسته یې له اوفپرا سره مرکه درلوده. که په لومړیو شپږو میاشتو کې ورته د مصاحبې لپاره وخت ورکړل شوی وای، نو نن به وضعیت داسې نه وای» ځکه هغه وخت د نیانګل اصلي ولایت ننګرهار د ناامنو او خطرناکو ولایتونو په توګه پېژندل کېده.
«بې مانا» پرېکړه
سیماد سازمان کې د حقوقي چارو مسول پل شیرون بیا د قومندانۍ پرېکړه «بې مانا» بولي ځکه د عملي کېدو امکان یې نشته او «غیرانساني» ده.
هغه وایي چې د خاورې د پرېښودو سند یوازې د کډوالو حالت خرابوي او پر هغوی ناوړه اغېزې لرلی شي.
بیا ولولئ: فرانسه: د طالبانو د راتګ سربېره رد شوي افغان کډوال لا هم اداري توقیف ځایونو ته استول کېږي
د خاورې د پرېښودو هغه سند چې نیانګل م. ته ورکړل شوی دی یو کال وروسته خپل قانوني اعتبار له لاسه ورکوي، خو د نیانګل په اداري دوسیه کې پاتې کېږي. پل شیرون وایي که چېرې نیانګل د اوسېدو کارت د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي، دغه سند به ورته ستونزه جوړولی شي.
نیانګل او مدافع وکیل یې غواړي چې له اداري محکمې څخه د استیناف غوښتنه وکړي. دغه ځوان افغان اړ دی چې د خپلو لګښتونو د پوره کولو په موخه «تور کار» ته مخه کړي. بزیې ښار کې د سیماد څانګه او دانیل مارتن هڅه کوي چې «له قانوني لارو څخه» دغه سند لغوه کړي.