لندن کې کډوالو ته ځانګړی شوی هوټل. ارشیف انځور: کډوال نیوز
لندن کې کډوالو ته ځانګړی شوی هوټل. ارشیف انځور: کډوال نیوز

د رسنیو د راپورونو له مخې یو شمېر افغان کورنیو له ښوونځي څخه د خپلو ماشومانو د لرې پاتې کېدو په خاطر د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت پر وړاندې محکمې ته شکایت ثبت کړی دی. دوی وایي وروسته له هغه چې چارواکو له لندن څخه د برېتانیا یوې بلې سیمې ته واستولې، ماشومان یې نه توانېدل چې ښوونځي ته لاړ شي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د تېر کال په اګست میاشت کې پرېکړه وکړه چې یو شمېر افغانې کورنۍ له لندن څخه د برېتانیا بلې سیمې ته واستوي چې له امله یې د یادو کورنیو ماشومان و نه توانېدل ثانوي درسونو کې ګډون وکړي. اوس دغه کورنۍ وایي چې د حکومت پر وړاندې یې محکمې ته شکایت ثبت کړی دی.

د بي بي سي د راپور په حواله، د برېتانیا حکومت د پرېکړې له مخې ۴ کورنۍ د لندن له یوه هوټل څخه چې کډوالو ته ځانګړی شوی و د برېتانیا شمالي سیمې ته ولېږدول شوې. د دغو کورنیو له قوله ویل شوي دي چې کله چې دوی نوې سیمې ته ورسېدلې هلته په ښوونځيو کې خالي ځای نه و موجود. نو ځکه د هغوی ماشومان و نه توانېدل چې خپل ثانوي درسونه تعقیب کړي.

بیا ولولئ: کډوال په برېتانیا کې: «د راتلونکي په اړه فکر هم نه شو کولی»

ټاکل شوې ده چې د دغو کورنیو مدافع وکیلان راتلونکې اونۍ په محکمه کې حاضر شي او د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې پر ضد خپل دلایل وړاندې کړي. دوی به استدلال وکړي چې د کورنیو چارو وزارت دې ته پاملرنه نه ده کړې چې نورو سیمو ته د کورنیو استول د ماشومانو پر زدکړو ناوړه اغېز لرلی شي.

«هوټل د زندان په شان دی»

تر دې دمخه د یادو کورنیو ماشومانو د لندن آرک والورت اکاډمۍ کې زده کړې کولې او د ثانوي ازموینو لپاره یې تیاری نیوه.

بیا ولولئ: برېتانیا له شوراګانو غوښتي چې ۱۰۰۰۰ افغان کډوالو ته سرپناه برابره کړي

پنځه لس کلنه مرضیه یوه له دغو نجونو ده چې اوس د برېتانیا په شمال کې اوسېږي. هغه چې په انلاین توګه خپل درسونه تعقیبوي وایي: «دوی وویل چې موږ ښه ښوونځي کې شاملوي. خو خپله ژمنه یې ماته کړه.» دغه کډواله چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای برېتانیا ته انتقال شوې زیاتوي:‌ «هوټل د زندان په شان دی. د رخصتیو لپاره ښه ځای دی، خو نه د شاوخوا دوو کالو لپاره.»

په ورته مهال د افغان کورنیو وکیل دانیل رورک ویلي دي چې هیله لري چې موکلان به یې محکمه وګټي. نوموړي هیله ښودلې چې دغو کورنیو ته یو ځل بیا د لندن په شمالي سیمه کې سرپناه برابره شي.

 

نورې ليکنې