استانبول ښار. ارشیف انځور: رویترز
استانبول ښار. ارشیف انځور: رویترز

د ترکیې د کډوالو چارو اداره وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې تر ۲۲۰۰ «غیرقانوني» کډوال نیولي دي او تر ۲۲۰۰ تنه نور یې له ترکیې څخه ایستلي دي. ډېری دغه کډوال د افغانستان اتباع دي.

د ترکیې د کډوالو چارو ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې «د جنورۍ میاشتې له ۶ تر ۱۲ پورې ۲۲۶۹ «غیرقانوني» کډوال نیول شوي او ۲۳۲۱ تنه نور له دغه هېواد څخه شړل شوي دي». زیاته شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به ۱۹۹۶۸ کډوال له ترکیې څخه وایستل شي.

سرچینې ویلي دي چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه له ترکیې څخه د اخراج شویو کډوالو شمېر ۳۳۴۹ تنو ته رسېږي.

له ۲۰۱۶ راهیسې تر ۴۲۷ زره ډېر کډوال له ترکیې څخه ایستل شوي دي.

د چارواکو په حواله تېر کال څه باندې ۱۲۰ زره کډوال له ترکیې څخه اخراج شوي چې په ډله کې یې ۶۶۵۳۴ افغان کډوال هم شامل وو. چارواکو همدا راز د تېر ۲۰۲۲ کال په جریان کې د ۱۲۳۸۵ پاکستاني کډوالو د ایستلو خبر ورکړی و.

د ترکیې د کډوالو چارو ادارې د ۲۰۲۲ د ډېسمبر په ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې دا «د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو ډېر اخراج» بللی و. د یادې ادارې په وینا په ۲۰۲۲ کې د ۲۰۲۱ په پرتله له ترکیې څخه د بهرنیانو په ایستلو کې ۱۵۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادولو ده چې د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲ د نومبر په ۱۸مه په یوه ۷۳ پاڼیز راپور کې لیکلي وو چې د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې ترکیه په منظمه توګه افغان کډوال د ایران پر لوړ شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي. په دې راپور کې راغلي وو چې ترکیه کې افغان کډوالو ته چانس نه ورکول کېږي چې د نړیوالې ساتنې غوښتنه وکړي.

بیا ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: ترکیه افغان کډوال د ایران پر لور شړي او یا یې په زوره افغانستان ته استوي

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته سلګونه زره افغانان د ترکیې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول چې له دې سره له ترکیې څخه د کډوالو ایستلو لړۍ هم چټکه شوه. 

 

نورې ليکنې