فرانتکس. انځور: پېکچر الاینز
فرانتکس. انځور: پېکچر الاینز

د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په ۲۰۲۲ کې ۳۰۰ زره ناقانونه سرحد اوښتنې ثبت شوې دي چې دا د ۲۰۲۱ په پرتله ۶۴ سلنه ډېروالی ښيي.

 د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس په یوه خبرپاڼه کې وایي چې په ۲۰۲۲ کې اروپایي ټولنې ته د ننوتو هڅو کې ۶۴ سلنه ډېروالی راغلی دی. دغه اداره زیاتوي چې دا له ۲۰۱۶ وروسته اروپا ته د «غیرقانوني» کډوالو د ننوتو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

د فرانتکس په وینا تېر کال له پولې د اوښتو ۳۳۰ زره پېښې ثبت شوې چې ۴۵ سلنه یې د بالکان پر لاره رامنځته شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ۲۰۲۲ کې له پولې د اوښتونکو سوریایي کډوالو شمېر ۹۴۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی چې دا د ۲۰۲۱ په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

بیا ولولئ: ولې د بالکان پر لاره د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی؟

دا پر له پسې دویم کال دی چې اروپايي ټولنې ته د ننوتو هڅو کې ډېروالی راځي. د خبرپاڼې له مخې د سوریې، افغانستان او تونس وګړي اروپا ته د اوښتونکو کډوالو ۴۷ سلنه جوړوي.

زیاته شوې ده چې په ۲۰۲۲ کې د بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته د اوښتو ۱۴۵۶۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې دغه شمېرې د ۲۰۲۱ په پرتله ۱۳۶ چنده ډېروالی ښيي. همدارنګه د مرکزي مدیترانې له لارې اروپايي هېوادونو ته د اوښتو ۱۰۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې دا د ۲۰۲۱ په پرتله ۵۰ زیاتوالی ښيي.

د خبرپاڼې له مخې له پولې د اوښتونکو کډوالو په ډله کې ۱۰ سلنه ښځې او ۹ سلنه کم عمر لرونکي مهاجر هم شامل دي. 

فرانتکس زیاتوي چې هغه ۱۳ میلیونه مهاجر چې پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته له اکراین او مالداویا څخه اروپایي ټولنې ته ننوتلي دي په دې ډله کې نه راځي.

ډېری کډوال اروپايي ټولنې ته د داخلېدو لپاره په وار وار له پولې د اوښتو هڅه کوي، خو د پوله ساتونکو له خوا په شا تمبول کېږي. 

فرانتکس د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو په استازیتوب د اروپایي پولو د امنیت د ساتنې دنده لري. پر دغې ادارې تور دی چې له پولې د کډوالو په شا تمبولو کې لاس لري. برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د ۲۰۲۲ په اپریل میاشت کې لیکلي وو چې د لایت هوس رپورټز، شپیګل، سي اف ار روندشاو، رپوبلیک او لو موند د یوې ګډې څېړنې له مخې د اروپا د پولې ساتنې ادارې د ۲۰۲۰ د مارچ د ۲۰۲۱ تر سپټمبر میاشتې پورې اژه سمندر کې لږ لر لږه ۹۵۷ کډوال په شا تمبولي دي.

 

نورې ليکنې