د برېتانیا او رونډا ترمنځ د تړون پر وړاندې مظاهرې. انځور: پېکچر الاینز
د برېتانیا او رونډا ترمنځ د تړون پر وړاندې مظاهرې. انځور: پېکچر الاینز

د لندن عالي محکمې د کډوالو ملاتړ سازمان اسایلم اېد او یو شمېر مهاجرو ته اجازه ورکړې ده چې رونډا ته د کډوالو د استولو تړون پر وړاندې محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي. د برېتانیا حکومت نه شي کولی چې د استیناف محکمې تر پرېکړې پورې کډوال رونډا ته واستوي.

د لندن عالي محکمې دوو قاضیانو پرون دوشنبه (د ۲۰۲۳ د جنورۍ میاشتې ۱۶) د کډوالو ملاتړ سازمان اسایلم اېد او ۱۱ مهاجرو ته اجازه ورکړه چې رونډا ته د کډوالو د استولو تړون پر وړاندې محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي.

د برېتانیا د استیناف محکمه به فیصله وکړي چې ایا رونډا ته د کډوالو د استولو پلان په «سیستماتیکه توګه د بې عدالتۍ» سبب ګرځېدلی شي که نه.

په ورته مهال د اسایلم اېد سازمان مدافع وکیلې کارولین اوت د لندن د عالي محکمې په پرېکړه خوشالي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د حکومت د پلان ضد دلایل باید واورېدل شي.

د بي بي سي د خبر له مخې د برېتانیا حکومت اجازه نه لري چې د استیناف محکمې تر پرېکړې پورې کډوال رونډا ته ولېږدوي. خو کډوال بیا کولی شي چې د استیناف محکمې له پرېکړې وروسته د برېتانیا ستره محکمه کې هم شکایت ثبت کړي.

د یادولو ده چې د لندن عالي محکمې د ۲۰۲۲ د ډېسمبر په ۱۹مه پرېکړه کړې وه چې «رونډا ته د پناه غوښتونکو د لیږلو» پلان قانونی دی. خو د محکمې په حکم کې راغلي وو چې چارواکي اړ دي چې دغه افریقایي هېواد ته د کډوالو د استولو مخکې د هغوی دوسیې په جلا جلا توګه وارزوي.

د محکمې یوه قاضي زیاته کړې وه چې تېر کال د رونډا پلازمېنې کیګالي ته پلان شوي پرواز کې د اخراجېدونکو کسانو له ډلې د ۸ کډوالو دوسیې د کورنیو چارو وزارت له خوا په سمه توګه نه وې ارزول شوې.

لندن او کیګالي د تېر کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه له برېتانیا څخه رونډا ته د هغو کډوالو پر استولو هوکړه وکړه چې د انګلیس کانال له لارې یې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. د برېتانیا حکومت غوښتل چې له رونډا سره د تړون په رڼا کې د ۲۰۲۲ په جون میاشت کې یو شمېر کډوال کیګالي ته واستوي، خو دغه پرواز په وروستیو شېبو کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د پرېکړې له مخې لغو شو.

بیا ولولئ: ۲۰۲۲ کال کې برېتانیا ته په وړو کښتیو کې له ۴۵ زرو ډېر کډوال اوښتي

د برېتانیا چارواکي په پام کې لري چې د دې پلان په عملي کېدو سره د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته د کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سونک د جنورۍ په ۱۱مه وویل چې د کډوالۍ په اړه د نوو قوانینو د تصویب غوښتوونکی دی. نوموړي زیاته کړه چې نوي قوانین «په ډېر صراحت سره وایي چې که تاسو په ناقانونه توګه راغلي یاست، په برېتانیا کې د پاتې کېدو حق نه لرئ او له دغه هېواد څخه شړل کېږئ.»

د دغو لایحو له مخې چې تر اوسه تصویب شوې نه دي هغه کډوال چې د فرانسې په څېر له امنو هېوادونو څخه برېتانیا ته تللي دي دوی به په دغه هېواد کې د پناه غوښتلو اجازه و نه لري.

 

نورې ليکنې