انځور: پېکچر الاینز
انځور: پېکچر الاینز

د فرانسې څارنوالۍ پرون سه شنبه د ۱۴ قاچاقبرو لپاره چې د سریلانکا اتباع دي له ۶ میاشتو څخه تر ۶ کلونو پورې د بند سزا غوښتنه وکړه. د دغو کسانو محاکمه د روان کال د جنورۍ په ۹ د فرانسې بووې ښار کې پیل شوې ده.

د فرانسې لوی څارنوال ژان پاسکال الرو پرون سه شنبه د جنورۍ ۱۷ د بووې له محکمې څخه د ۱۴ سریلانکایي قاچاقبرو لپاره چې عمرونه یې له ۳۲ تر ۵۸ کلونو پورې دي له ۶ میاشتو څخه تر ۶ کلونو پورې د بند سزا غوښتونکی شو. نوموړي ویلي دي چې له دې ډلې څخه ۷ تنه یې باید د تل لپاره فرانسې ته د داخلېدو اجازه و نه لري.

د فرانسې خبرې اژانس د خبر له مخې له یادې ډلې ۶ تنه یې په توقیف ځای کې ساتل کېږي خو ۷ تنه نور یې بیا تر عدلي او قضایي کنترول لاندې دي. وروستی کس په برېتانیا کې اوسېږي او د استرداد پروسې پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده.

بیا ولولئ: فرانسه: یو شمېر افغانان قاچاقچیان چې کډوال یې برېتانیا ته لېږدول نیول شوي

پر دغو کسانو تور دی چې د ۲۰۱۹ د نومبر څخه د ۲۰۲۱ تر اپریل میاشتې پورې یې سریلانکایي او بنګله دېشي کډوال فرانسې او برېتانیا ته انتقال کړي دي. 

د پیسې لېږد او جعلي اسناد

په لومړي سر کې د ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې ادارې یا اکریست د یوې جوړې په اړه تحقیقات پیل کړي وو چې په مدون سیمه کې اوسېدل او داسې ګومان کېده چې د یوې قاچاقي ډلې مشري یې کوله. له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې یاده ډله د پیسو لېږد او د جعلي ویزو او اسنادو جوړولو کې لاس لري او یو دوکاندار یې مشر دی چې د فرانسې واز دیپارتمنت کې اوسېږي.

بیا ولولئ: فرانسه: محکمې پنځه قاچاق وړونکي په بند محکوم کړي

نوموړي صلاحیت درلود چې د قاچاق د شرایطو، لارو، د کډوالو د شمېر او نورو داسې مسایلو په هکله تصمیم ونیسي. د دغه دوکاندار لپاره د ۶ کلونو د بند سزا غوښتنه شوې ده. د نوموړي درې همکاران چې ټول د پاریس شاوخوا سیمو کې اوسېږي پخواني کډوال دي. ټاکل شوې ده چې محکمه د پنجشنبې په ورځ د یادو کسانو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. 

 

نورې ليکنې