د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک غواړي چې د ويزې د ورکړې په پروسه کې بيوروکراسي راکمه کړي. هغه غواړي چې د ويزه غوښتنې او ورکړې پروسه مؤثره شي.
د آلمان د زرغون ګوند سياستواله او د آلمان باندنیو چارو وزيره انالېنا بېربوک غواړي چې و آلمان ته د راتګ لپاره د ويزې پروسه ډېره آسانه او مؤثره کړي. هغې د سه شنبې په ورځ په برانډنبورګ کې د باندنيو چارو له دفتر څخه د ليدنې پر وخت وويل: «د کډوالۍ هدف يو هيواد د اقامې عصري قوانينو او غېر بيوروکراتيکو او عصري د ويزې اصولو ته اړتيا لري.»
بېربوک وويل چې د تعديل اصلي هدف به دا وي چې پروسې د امکان تر حده په موازي توګه پر مخ ولاړې شي. د هغې په وينا بايد وکتل شي چې د نورو ادارو ښکېلتيا په رشتيا اړينه او مهمه ده او که دغه ښکېلتيا صرف د پروسو د ځنډېدلو لامل ګرځي. هغې زياته کړه: «که موږ په نړيواله توګه د مسلکي کسانو په جلب کې سيالي کوو نو موږ يو ښه راغلاست نظام ته اړتيا لرو، يو داسي نظام ته چې ژور کار کوي او په ۲۱ پېړۍ کې ډجيټل شوی وي.» د بېربوک په وينا د دغه مقصد لپاره به حکومت ګډ کار وکړي.
بېربوک د باندنيو چارو له دفتر څخه د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ سره په ګډه ليدنه وکړه. شولڅ هم وويل چې ده دفتر چې په ۲۰۲۱ کال رامنځته شوی، په راتلوکي کې به «د راتلونکې لپاره زموږ د هيواد د وړتيا په لړ کې ډېر مهم رول ولوبوي.» شولڅ زياته کړه: «موږ پوهيږو چې د خپل راتلونکي، د خپلې څرنګوالې او د خپل اقتصاد او سوسيال ساتونکې نظام پياوړتيا صرف هغه وخت تضمين کولای شو چې په اړينه اندازه مسلکي قوه ولرو.» د هغه په وينا دمګړی د اروپايي اتحادې تر منځ د مسلکي قوې تبادله مشکله نه ده، خو په وينا يې په نړيواله توګه دا يوه لويه ننګونه ده. د هغه په وينا له دې کبله دا ډېره اړينه او مهمه ده چې آلمان يوه داسي اداره ولري چې په لوړه اندازه وړتيا ولري. هغه په دې ترڅ کې د ډيجيټلايزېشن پر اهميت هم ټينګار وکړ.
د آلمان د خارجه وزارت د يو سند له مخې د آلمان د باندنيو چارو وزيره غواړي چې د ويزې د ورکړې سره تړلې پوستونو شمېر زيات کړي. دا هغه چارواکي دي چې د ويزې د ورکړې په هکله فيصله کوي. بېربوک غواړي له دې لاري د ويزو د ورکړې پروسه چټکه کړي. دا ټولې هڅې د آلمان د حکومت د هغو هلو ځلو په تناظر کې تر سره کيږي چې غواړي په آلمان کې د مسلکې کارګرو د کمښت کمولو په خاطر باندني مسکليان المان ته راجلب کړي.
آ./ا.ا.