د مهاجرت لپاره د يونان وزير وايي چې و هيواد ته يې د نوو رسېدونکو مهاجرو شمېر په لوړه اندازه راکم شوی دی.
د مهاجرت او پناه غوښتنې د چارو لپاره د يونان وزير نوتيس ميتاراچي د سه شنبې په ورځ د خپل وزارت د رامنځته کېدونې دريمه کليزه ولمانځله. هغه پر دې موقع وويل چې يونان ته د نوو رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې په تيرو دوو کالونو کې په لوړه اندازه کموالی راغلی دی. هغه زياته کړې چې په هيواد کې يې د ژوند کوونکو پناه غوښتونکو شمېر هم راکم شوی دی.
يوناني وزير د مهاجرو د شمېر کمېدنې لامل د يونان د حکومت او د خپل وزارت پاليسۍ وبللې. د هغه په وينا د سرحدونو ټينګښت، د پناه غوښتنې د پروسو چټک کول او د مهاجرت د قوانينو سختولو له کبله و يونان ته د نوو مهاجرو په راتګ کې کموالی راغلی دی.
د ميتاراچې په وينا په ۲۰۲۱ کال و يونان ته د نوو رسېدونکو مهاجرو شمېر ۹۰۰۰ او تر ټولو ډېر کم و. د هغه په وينا دا په داسي حال کې چې په ۲۰۱۵ کال په سلونو زره مهاجر دغه هيواد ته رسېدل. د يونان د دغه وزير په وينا د يادو مهاجرو اکثريت ورته د ترکيې څخه د مديترانې له لاري داخلېدل. د هغه په وينا زيات دغه مهاجر بيا بتېرته د بالقان هيوادونو له لارې و بډايه اروپايي هيوادونو ته د ځان رسولو کوښښ کوي.
ميتاراچې وويل: «د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کالونو تر منځ د مهاجرو د زښت زيات هسک شمېر وروسته په ۲۰۲۱ کال کې موږ د لسيزي تر ټولو کم د مهاجرو بهېر وليد چې ۸۷۴۵ کسان کيږي او په ۲۰۲۲ کال هم دغه بهير ورو و.» د هغه په وينا په داسي حال کې چې پخوا ۹۲ زره مهاجر په ۱۲۱ مرکزونو کې ساتل کېدل، دمګړی ۱۴ زره مهاجر په ۳۳ مراکزو کې ساتل کيږي.
د يونان د نوموړي وزير په وينا په ۲۰۱۵ کال و اروپا ته د رسېدونکو مهاجرو ۷۵فيصده برخه د يونان له لاري داخلېدله، خو په ۲۰۲۲ کال دغه فيصدي و ۵ ته راټيټه شوې ده. د مهاجرت او پناه غوښتنې وزير زياته کړه چې يونان غواړي په قوانينو کې داسي تعديل وکړي چې مسلکي کارګر دغه هيواد ته راجلب کړي.
د مهاجرو د مدافع سازمانونو له خوا پر يونان تور لګول کيږي چې يوناني چارواکي له نيمي لاري د مهاجرو د بېرته پر شاتمبولو او اخراجونو کې ښکېل دي. دغه ډول عمل ته ناقانونه پوش بېکس ويل کيږي. خو يوناني چارواکي دا تورونه په کلکه سره غندي.
آ./ا.ا.