اوفپرا اداره په فونتني سو بوا کې. انځور: اوفپرا
اوفپرا اداره په فونتني سو بوا کې. انځور: اوفپرا

د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو اداره یا اوفپرا وایي چې تېر کال تر ۱۳۰ زرو ډېرو کسانو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده چې افغانان یې زیاتره برخه جوړوي. ویل کېږي چې په ۲۰۲۲ کې د پناه غوښتونکو شمېر یو ځل بیا د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې کچې ته رسېدلی دی.

د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو ادارې په کلني راپور کې راغلي دي چې د تېر میلادي کال په جریان کې ۱۳۰۹۳۳ کسانو فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده. دغه راپور چې پرون سه شنبه د جنورۍ ۱۷ خپور شو ښيي چې تېر کال د ۲۰۲۱ په پرتله د کډوالو په شمېر کې ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اوفپرا زیاته کړې ده چې په ۲۰۲۲ کې د پناه غوښتونکو شمېر یو ځل بیا د کورونا ویروس خپرېدو مخکې کچې ته رسېدلی دی. په ۲۰۱۹ کې ۱۳۲۹۲۶ کډوالو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پناه غوښتنې لپاره د اروپایي ټولنې اداره وایي د ۲۰۲۲ د جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې تر ۹۰۰ زرو ډېرو کډوالو په اروپایي هېوادونو کې پناه غوښتې ده چې دا رقم د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵۳،۵۱ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغې ادارې په حواله له جرمني نه وروسته فرانسه دویم هغه اروپایي هېواد دی چې تر ټولو زیاتې دوسیې پکې ثبت شوې دي. 

بیا ولولئ: تېر کال فرانسه کې افغانان د کډوالو تر ټولو لویه ډله وه

افغانان د کډوالو زیاتره برخه جوړوي

دا پر له پسې پنځم کال دی چې افغان کډوال په فرانسه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه جوړوي. د اوفپرا د شمېرو له مخې تېر کال فرانسه کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر تر ۱۷۰۰۰ زیاتو کسانو ته رسېږي. له افغانستان وروسته بنګله دېش (۸۶۰۰)، ترکیه (۸۵۰۰)، ګرجستان (۸۱۰۰)، او کانګو جمهوریت د لیست لومړیو پنځو هېوادونو کې راځي.

په ورته مهال لوموند ورځپاڼې د اوفپرا د مشر ژولین بوشې له قوله لیکلي دي چې د طالبانو له راتګ مخکې افغان کډوالو ته د افغانستان په یوه لویه برخه کې د جګړو او ناامنیو له امله پناه ورکول کېدله، خو نن سبا ډېری افغان کډوال د اوسني حکومت له خوا د ګواښونو له کبله د پناه غوښتنه کوي.

بیا ولولئ: «له افغانستان څخه د مهاجرت لاملونه پر ځای پاتي دي»

د اوفپرا په حواله په ۲۰۲۲ کې نږدې ۳۸۰۰۰ افغانانو په فرانسه کې منل شوي دي چې له دې سره د افغانانو د ساتنې کچه ۶۹ سلنې ته رسېږي. دغه اداره زیاتوي چې په ټولیزه توګه د ۲۰۲۱ په پرتله د کډوالو د ساتنې کچه ۳ سلنه زیاته شوې ده.

د روانې اونۍ په پیل کې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په ۲۰۲۲ کې اروپایي ټولنې ته د ننوتو هڅو کې ۶۴ سلنه ډېروالی راغلی دی. دغې ادارې زیاته کړې وه چې دا له ۲۰۱۶ وروسته اروپا ته د کډوالو د ننوتو تر ټولو لوړه شمېره ښيي. د فرانتکس په وینا تېر کال له پولې د اوښتو ۳۳۰ زره پېښې ثبت شوې چې ۴۵ سلنه یې د بالکان پر لاره رامنځته شوې دي.

دا پر له پسې دویم کال دی چې اروپايي ټولنې ته د ننوتو هڅو کې ډېروالی راځي. د فرانتکس د خبرپاڼې له مخې د سوریې، افغانستان او تونس وګړي اروپا ته د اوښتونکو کډوالو ۴۷ سلنه جوړوي.

 

نورې ليکنې