انتونيو تاجاني/اې اف پي
انتونيو تاجاني/اې اف پي

د ايټاليې د باندنيو چارو وزير ويلي دي چې که له تونس څخه ورته د غير اصولي مهاجرت شمېرې راکمې شي، نو به قانوني مهاجرت ته امکانات زيات کړي.

د بانديو چارو وزير انتونيو تاجاني د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۸ نېټه) و تونس ته خپل په لومړي رسمي سفر کې په قانوني توګه د زياتو تونسي مهاجرو د منلو امکان څرګند کړ. د هغه په وينا ايټاليا به له تونس څخه و ورتلونکو کسانو ته قانوني امکانات البته هغه وخت زیات کړي، کله چې تونس وتوانيږي چې له دغه هيواد څخه و ايټاليې ته غيراصولي مهاجرت کم کړي.

په ايټاليا کې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د ښې اړخي حکومت د جوړېدو راهيسي دا لومړی ځل دی چې د دغه هيواد د باندنيو چارو وزير و خپل شمالي افريقايي هيواد تونس ته سفر کوي. انتونيو تاجاني هوډ څرګند کړ چې غواړي د مديترانې پر لاره د مهاجرت بهير ودروي.

تاجاني وويل: «ايټاليا چمتو ده چې د قانوني منل کېدونکو کډوالو شمېر زيات کړي، کومو چې په تونس کې تربيه ترلاسه کړې وي او په زراعت او صنعت کې کار کوي.»

د ايټاليې د وزير يادي څرګندونې په هغه ويډيو کې راغلي دي چې د تونس د ولسمشرۍ د دفتر له خوا خپره شوې ده. تاجاني په تونس کې د ولسمشر قيص سعيد سره ملاقات وکړ. خو هغه دا روښانه نه کړل چې په کوم شمېر کاري ويزې به د تونس وګړو ته ورکړي. هغه دا هم نه ده روښانه کړې چې ايا په دې تړاو د تونس سره د کوم ځانګړي تړون لپاره جر و بحث ادامه لري که نه.

د ايټالوي وزير په وينا له تونس څخه و ايټاليې ته غيراصولي مهاجرت د دواړو هيوادونو لپاره تاواني دی. هغه زیاته کړه چې دواړه هيوادونه غواړي د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره په مشترکه توګه کار وکړي.

د تونس هيواد چې په اقتصادي بحران کې راګير دی، ورڅخه په زرونو وګړي د اروپا پر لور مهاجرت کوي. هغه په دې هيله چې ښايي په اروپا کې بهتر ژوند ومومي. تونس د افريقايي مهاجرو لپاره هم د مهاجرت يو مهم ترانزيتي هيواد دی.

د ايټاليې چارواکي وايي چي تېرکال تر ۳۲ زره ناقانونه مهاجر له تونس څخه ايټالیې ته ورسېدل چې پکښي ۱۸ زره يې د تونس وګړي ول.

تاجاني وويل چې بايد د دې لپاره کار وشي چې ځوان افريقايان په خپلو هيوادونو کې خپلو ارمانونو ته ورسيږي. هغه په افريقايي ستره وچه کې د لا زياتي پانګونې ږغ وکړ او هوډ يې څرګند کړ چې لا زيات ايټالوي شرکتونه به په تونس کې حضور پيدا کړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې