د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دا عالي کميسارۍ په وينا تېر کال د نورو کالونو په پرته په ختيځ مديترانه کې زیات مهاجر ډوب او لادرکه شوي.
د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله له ترکيې او نورو هيوادونو څخه و يونان ته د ختيځې مديترانې له لاري ځان رسولو په هڅه کې په تېرو کالونو کې ۳۲۶ انسانان ډوب شوي او يا لادرکه شوي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ (UNHCR) د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۸ نېټه) يو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال په ختيځه مديترانه کې د ډوبو او لادرکه شوو مهاجرو شمېر د ۲۰۲۱ په پرتله تقريبا درې چنده زیات و. د دغه راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال ۱۱۵ انسانان په ختيځه مديترانه کې ډوب شوي يا لادرکه شوي ول.
د راپور له مخې د هغه مهاجرو شمېر هم د مخکې کار په پرتله په ښکاره توګه زیات شوی دی چې د مځکنيو يا سمندري لارو و يونان ته رسېدلي دي. ويل شوي چي په ۲۰۲۲ کال له ترکيې څخه ۱۲۷۵۶ مهاجرو د يوناني ټاپوګانو پر لور په کښتيو کې حرکت وکړ. تقریبا ۶۰۰ مهاجرو د ترکيې سره پر پوله پروت د اېفروس سيندګي څخه اوښتنه وکړه او يونان ته داخل شول. حال دا چې په ۲۰۲۱ کال پر يادو دواړو لارو تقريبا ۹۲۰۰ مهاجر يونان ته رسېدلي ول.
د يونان سرحد ساتونکي ځواک د سرحدي ايفروس سيند پر لاره تقريبا ۱۴۰۰ شکمن قاچاق وړونکي ونيول. په عيني حال کې د ۲۶۰ زرو مهاجرو مخه ونيول شوه چې تر دغه سيند له ترکيې څخه و يونان ته واوړي. د دې تر څنګ د مهاجرو زياتې داسي کښتۍ هم له نيمي لاري بېرته شړل شوي چې غوښتل يې له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته مهاجر انتقال کړي.
د بشري او مهاجرو د حقونو سازمانونه پر يوناني چارواکو تور لګوي چې په ناقانونه توګه يې له نيمي لارې څخه مهاجر پر شا تمبولي، بېله دې چې هغوی ته د پناه غوښتنې موقع ورکول شي. خو يونان دغه تورونه ردوي.
آ./ا.ا.