د برېتانیا چارواکي وایي چې د تېرې سه شنبې په ورځ تر ۱۰۰ ډېرو کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي. په ورته مهال د فرانسې سمندري ځواکونو یاد کانال کې د ۴۵ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د برېتانیا دفاع وزارت وایي چې په دوو کښتیو کې سپاره ۱۰۶ کډوال د تېرې سه شنبې په ورځ دغه هېواد ته اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو اونیو راهیسې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.
په ورته مهال د فرانسې سمندري ځواکونه انګلیس کانال کې د ۴۵ کډوالو د ژغورلو خبر ورکوي. د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د دغو کډوالو د ژغورلو عملیات د ګري نې د نظارت او ژغورنې سیمه ایز عملیاتي مرکز ترسره کړي دي.
ژغورل شوي کسان کالې بندر ته راوستل شوي او روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.
د برېتانیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال تر دې دمه ۱۵۰ کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي. له دې وړاندې د کډوالو یوه ۴۴ کسیزه ډله د جنورۍ په ۲مه د سمندر له لارې برېتانیا ته اوښتې وه.
فرانسوي چارواکو بیا په همدغه ورځ کالې ښار کې د دوو کښتیو مخه نیولې وه. په دغو کښتیو کې ټولټال ۸۰ کډوال سپاره ول چې په ډله کې یې ماشومان او ښځې هم وې.
په یوه بله پېښه کې د فرانسې د ژاندارم پولیسو د جنورۍ په ۲مه د هغو ۳۰ کډوالو مخه نیولې وه چې له کالې او دنکرک ترمنځ سیمې څخه یې سمندر ته د ننوتلو هڅه درلوده.
بیا ولولئ: له فرانسې څخه برېتانیا ته تلونکي ۸۰ کډوال د پولیسو له خوا ژغورل شوي
د برېتانیا حکومت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۵ زرو ډېرو کډوالو په وړو کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي چې ګڼ شمېر افغانان هم پکې دي. په ۲۰۲۱ کې بیا څه باندې ۲۸۵۰۰ کډوال برېتانیا ته رسېدلي وو.
له دې مخکې د برېتانیا په یو پارلماني راپور کې راغلي وو چې ښايي په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۰ زره کډوال په وړو کښتیو کې برېتانیا ته واوړي.
بیا ولولئ: برېتانیا: لومړی وزیر ژمنه کوي چې د انګلیس کانال له لارې ورتلونکي کډوال «سمدلاسه» به اخراج کړي
انګلیس کانال د فرانسې او برېتانیا ترمنځ د نړۍ یوه له تر ټولو بوختو سمندري لارو څخه ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله، له ۲۰۱۴ راهیسې لږترلږه ۲۰۵ کډوال په دغه کانال کې ډوب شوي او یا هم لادرکه دي.