په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نورو افغانانو په څیر له ۲۰۰ څخه ډیر افغان خبریالان هم اړ شول تر څو پاکستان او ایران ته ولاړ شي او له هغه ځایه لویدیځو هیوادونو لپاره د ویزې غوښتنه وکړي. دغه خبریالان وايي چې له میاشتو انتظار وروسته په دغو دوو هیوادونو کې بې برخلیکه پراته دي او د ویزې او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په فرانسه کې د بې پولې خبریالانو د نړیوال سازمان (آر اس اف) او د فرانسې د خبریالانو د ملي سندیکا (اس ان جی) هڅه کوي چې د ځینو دغو خبریالانو لاسنیوی وکړي. یو شمیر خبریالان بیا د همدغو دوو بنسټونو په مرسته په اسلام اباد او تهران کې د فرانسې له سفارت څخه د ویزې غوښتنه کړې.
آر اس اف وايي چې یوازې هغو خبریالانو سره مرسته کوي چې له ریښتیني ګواښ سره مخامخ وي. دغه سازمان په ایران او پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۰۱ افغان خبریالانو سره مالي مرستې کړي او همدارنګه له فرانسوي چارواکو سره يي د ۶۸ خبریالانو د ویزو د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې کړي چې تر دې مهاله ۷ تنو يي مثبت ځواب ترلاسه کړی.
په دغو دوو هیوادونو کې د کوربه هیوادونو د ویزو ستونزه، د پولیسو لخوا د خبریالانو د نیولو او افغانستان ته د دوې د بیرته استلو ویره، زده کړو ته د ماشومانو نه لاسرسۍ، سفارتونو لپاره اوږد انتظار، اقتصادي او اداري ستونزې هغه څه دي چې د دغو افغانانو ژوند يي تریخ کړی.
پاکستان
هغه لیست چې کډوال نیوز ته په لاس ورغلی، یوازې په پاکستان کې ۱۷۴ افغان خبریالان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي او دا مهال د فرانسې په ګډون د لویدیځو هیوادونو ویزو ته په تمه دي.
ډیری دغه خبریالان په لنډ مهاله ویزو پاکستان ته تللي چې د ویزې د وخت د پوره کیدو له امله د پولیسو له ویرې سره مخامخ دي. د ویزو ترڅنګ د پولیسو او خلکو چلند، ښوونځیو ته د دوې د ماشومانو نه لاسرسۍ او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې د دغو افغانانو ژوند يي تریخ کړی.
د طلوع نیوز پخوانی خبریال عبدالله ولي زاده وايي چې له تیرو ۱۱ میاشتو راهیسې له خپلې میرمنې سره په اسلام اباد کې دا مهال د فرانسې ویزې ته په تمه دی.

ولي زاده وايي چې په پروان ولایت کې د یو راپور د چمتو کولو پر مهال د طالبانو لخوا نیول شوی و او یوه ورځ له دوې سره په بند کې و او همدارنګه په طلوع نیوز کې د طالبانو د فشار له امله له دندې هم ګوښه شو نو ځکه اړ شو چې پاکستان ته پناه یوسي.
نوموړی کډوال نیوز ته وویل: «د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د آر اس اف لخوا د فرانسې سفارت ته معرفي شوم او وروسته بیا د اکتوبر په ۱۰مه سفارت مصاحبې ته و غوښتم او دا مهال د خپلې ویزې په تمه یم.» ۲۵ کلن ولي زاده وايي چې له هغه وروسته يي د سفارت لخوا کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د دغه افغان خبریال د ویزې موده نن پنجشنبه پای ته رسیږي. نوموړی په دې اړه وویل: «د جنورۍ په ۱۹ مه د ویزې موده مې پای ته رسیږي او د پولیسو له نیولو څخه ویره لرم. ویره لرم چې څه وخت به د کور خاوند مونږ له کوره وباسي. دغه ستونزه نه یوازې زما لپاره بلکه ډیرو خبریالانو لپاره دلته رواني ستونزه رامنځ ته کړې.»
زیرک فهیم بل افغان خبریالان دی چې له ورته برخلیک سره مخامخ دی. فهیم چې د طلوع نیوز د مرستیال په توګه يي دنده ترسره کوله د طالبانو د فشارونو له امله، هیواد پریښودو ته اړ شوی او له تیرو شپږو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د فرانسې د ویزې په تمه دی.
دغه افغان خبریال وايي: «د اګست په ۲۴ مه، په فرانسه کې د آر اس اف دفتر ته مې اسناد ولیږل چې وروسته بیا د فرانسې سفارت لخوا د جنورۍ په ۳۰ راته د ملاقات وخت راکړل شو خو د ویزې د اخیستلو پروسه ډیره اوږده ده.»
زیرک فهیم چې له خپلې میرمنې او څلورو اولادونو سره یو ځای دا مهال په اسلام اباد کې د ویزې لپاره انتظار باسي وايي چې دلته ګراني ډیره ده او انتظار ورته ګران دی.

آر اس اف د زیرک فهیم په ګډون یو شمیر افغان خبریالانو سره په لومړي سر کې یوه اندازه نغدي مرستې وکړې خو خبریالان وايي چې دغه پیسې بسنه نه کوي.
په فرانسه کې د آر اس اف ویانده پولین آدس-مول وايي، هغه کډوال چې د ګواښونو له امله پاکستان او ایران ته تازه ورغلي وي ورسره مالي مرستې کیږي او د ویزو د اخیستلو په برخه کې هم ورته د ملاتړ یو لیک ورکول کیږي.
پولین په دې اړه کډوال نیوز ته وویل: «په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان او ایران کې ۱۰۱ افغان خبریالانو سره مالي مرستې شوي. سربیره پر دې، له فرانسوي چارکو سره مونږ همغږي ته دوام ورکړ ترڅو په دریمو هیوادونو کې د ۶۸ افغان خبریالانو سره د ویزې د غوښتنې په برخه کې مرسته وکړي چې تر دې دمه یوازې ۷ تنو مثبت ځواب ترلاسه کړی او پاتې نور د فرانسوي چارواکو د ځواب په تمه دي.»
د یاد بنسټ ویانده وايي چې یوازې له هغو خبریالانو ملاتړ کوي چې د خپلو فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخامخ وي. نوموړې وايي چې د دا ډول خبریالانو ثابتول ډیر وخت ته اړتیا لري او په تیرو ۱۸ میاشتو کې يي ډیرې غوښتنې ترلاسه کړي.
په پاکستان کې د آر اس اف دفتر مسول اقبال خټک بیا وايي چې په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت د کارمندانو له کمښت سره مخامخ دی نو ځکه د ویزو د غوښتنې پروسه اوږده ده.
د فرانسې د خبریالانو ملي سندیکا بل بنسټ دی چې په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا مهال له زرو څخه ډیر افغان خبریالان له دوې سره په لیست کې شامل دي.
په دغه بنسټ کې د افغانستان د برخې غړې کارین برزګر وايي چې د فرانسې له بهرنیو چارو وزارت سره مو په پاکستان کې د افغان خبریالانو په اړه څو ناستې درلودې چې په وروستۍ ناسته کې يي مونږ ته وویل: «مونږ د پاکستان په سفارت کې کافي کارکوونکي نه لرو.» کارین وايي چې له هغه وروسته کارکوونکي ډیر شوي خو متاسفانه هیڅ ګټه يي نه ده کړې.
کارین برزګر وايي: «سفارت مونږ ته وویل که خبریالانو ته ځواب ور نه کړل شو نو دا په دې معنی ده چې ځواب يي منفی دی.»
ایران
د پاکستان په څیر ګڼ شمیر افغان خبریالان په ایران کې هم د خپلو ویزو لپاره د انتظار شیبې شماري او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
۲۶ کلن زهرا احمدي چې درې کاله د افغانستان په ملي راډیو ټلویزون کې خبریاله وه، د طالبانو له راتګ وروسته د کار حق ترې واخیستل شو او همدارنګه ويي نه شوای کولای چې په پوهنتون کې د ژونالیزم وروستۍ سمستر بشپړ کړي. هغه له ډیرې مودې وروسته و کولای شو چې د ایران ویزه ترلاسه کړي چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره په تهران کې د فرانسې ویزې ته په تمه ده.
زهرا په افغانستان کې وه چې اس ان جي ورته د ملاتړ یو سند ورکړی و نو ځکه اوس د همدغه سند په مرسته د فرانسې ویزې ته يي غوښتنه کړې. نوموړې سره آر اس اف ځکه مرسته نه ده کړې چې د تهدید په اړه يي کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
زهرا وايي: «شاوخوا یوه میاشت کیږي چې دلته په تهران کې مو د فرانسې سفارت ته اسناد استولي خو تر دې مهاله يي ځواب نه دی راکړی.»
دغه افغانه خبریاله وايي چې د لسګونو نورو خبریالانو په څیر د ویزې د مودې د پای ته رسیدو په اړه ویره لري. زهرا په دې اړه وویل: «زما ویزه یوازې دوه میاشتې وخت لري او بیا نه تمدید کیږي او ښايي بیرته افغانستان ته واستول شوم.»
زهرا نه غواړي چې بیرته افغانستان ته وګرځي او وايي: «د یوې نجلۍ په توګه افغانستان ته زما استول، مرګ ته د استولو په معنی ده. افغانستان ته د استولو نه دا غوره ده چې دلته ځان ته اور ورته کړم.»
زهرا وايي چې ایران کې هیڅ څوک هم د دوې په کورنۍ کې دنده نه لري او اقتصادي ستونزې يي ورځ تر بلې ډیریږي. نوموړې له ښکیلو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره ورته ویزه ورکړي.
د زهرا په څیر ګڼ شمیر نور افغان خبریالان په ایران کې له دا ډول نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي.
نور ولولئ: د فرانسې د خبریالانو ملي سندیکا له دولته غواړي چې له افغان خبریالانو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي
د فرانسې د خبریالانو ملي سندیکا څخه کارین برزګر وايي چې «افغان خبریالانو ته مو له وړاندې ویلي و چې په ایران او پاکستان کې به د ویزو د غوښتنې لپاره به انتظار اوږد وي او د ویزو د لاسته راوړلو لپاره تضمین هم نشته».
کارین وايي چې په ایران کې د فرانسې سفارت د افغان خبریالانو د دوسیو تر څنګ نورو چارو ته رسیدنه وکړي.
کډوال نیوز هڅه وکړه چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان خبریالانو د ویزو په اړه د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت نظر هم تر لاسه کړي خو بریالي نه شول.