په ۲۰۲۲ کې بلجیم کې د کډوالو شمېر تر پخوا زیات شوی دی. که څه هم د بلجیم حکومت وایي چې د کډوالو لپاره یې ۴۰۰۰ نوې سرپناوې جوړې کړې دي، خو لا هم ګڼ شمېر کډوال د سرپناه ځایونو ته لاسرسی نه لري.
د بلجیم د کډوالو چارو وزیرې نیکول دو مور د جنورۍ په ۱۸مه د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې ویلي دي چې بلجیم کې سرپناه ځایونه له پناه غوښتونکو څخه «ډک» شوي دي. تېر کال دغه هېواد کې د کډوالو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کې د ګڼو افغانانو او پاکستانیانو په ګډون څه باندې ۳۶۸۰۰ کسانو بلجیم کې د پناه غوښتنه کړې ده. همدارنګه پر اکراین د روسیې له یرغل وروسته تر ۶۳ زرو زیاتو اکرایني وګړو دغه هېواد ته پناه وړې ده.
نیکول دو مور وایي چې د کډوالو په شمېر کې زیاتوالي د بلجیم د کډوالۍ سیستم له ستونزو سره مخ کړی دی.
له دې وړاندې هم بلجیم کې د سرپناه ستونزو په هکله راپورونه خپاره شوي وو. د بلجیم بېلابېلې سیمې د بېړنیو سرپناوو نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي چې له امله یې ډېری پناه غوښتونکي تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.
بیا ولولئ: بلجیم کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د سرپناه غوښتنه لري
کډوال نیوز د ۲۰۲۲ په اکټوبر میاشت کې د هغو کورنیو په هکله راپور جوړ کړی و چې د بلجیم د هرکلي او سرپناه ادارې یا فدازیل له خوا ورته سرپناه نه وه برابره شوې. همدارنګه نږدې ۲۰ کم عمر لرونکو ته هم ځای نه و ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې چې د بلجیم حکومت په ۲۰۲۲ کې د ۴۰۰۰ نویو سرپناه ځایونو د پرانیستو خبر ورکړ چې له دې سره د فدازیل ظرفیت ۳۳۵۰۵ ځایونو ته رسېږي. دغه راز د تېر کال په جریان کې ۸۰۰ نوي کارکوونکي دغه اداره کې په دنده ګومارل شوي دي. نیکول دو مور وایي چې اوسمهال د بلجیم د پناه غوښتنې ادارې ظرفیت ډېر لوړ شوی دی او دوی به هڅه وکړي چې نور ځایونه هم پرانیزي.
کوچنی هېواد او زیات شمېر پناه غوښتونکی
د بلجیم د کډوالو چارو وزیره په دې اند ده چې د اروپا د نورو هېوادونو په پرتله په بلجیم کې چې نفوس یې ۱۱،۵ میلیونه اټکل شوی د کډوالو شمېر ډېر دی. نوموړې اوسني سیستم کې د بدلون غوښتونکې شوې ده.
هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د اروپا پر سرحداتو باید امنیتي تدابیر زیات کړل شي او کډوال په عادلانه توګه پر نورو هېوادونو ووېشل شي.
بیا ولولئ: بلجیم کې د پناه غوښتونکو ناڅرګند وضعیت
د بلجیم د کډوالو او بې تابعیته وګړو کمیسارۍ په وینا، بلجیم یو له هغو هېوادونو دی چې د خپل نفوس په تناسب زیات شمېر کډوال مني. دغه اداره زیاتوي چې اتریش، هالنډ، لوګزامبورګ او یونان کې هم د کډوالو شمېر ډېر دی، خو د اسکاندیناویا هېوادونه بیا کم شمېر کډوالو ته پناه ورکوي.
د پناه غوښتنې لپاره د اروپایي ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کې تر ۹۰۰ زرو ډېرو کسانو د دې اتحادیې غړو هېوادونو (او همداراز آیسلنډ، لېختنشاین، ناروې او سویس) کې د پناه غوښتنه کړې ده چې دغه شمېرې د ۲۰۲۱ په پرتله ۵۰ سلنه ډېروالی ښیي.