د بووې محکمې پرون پنجشنبه ۱۴ سریلانکایي قاچاقچیان له ۶ میاشتو څخه تر ۵ کلونو په بند محکوم کړل. پر دغو کسانو تور و چې بنګله دېشي او سریلانکایي کډوال یې فرانسې او برېتانیا ته انتقال کړي دي.
تر دې دمخه د فرانسې څارنوالۍ د دغو قاچاقبرو لپاره له ۶ میاشتو څخه تر ۶ کلونو پورې د بند سزا غوښتنه کړې وه. د دلې مشر چې د واز دیپارتمنت په سریفونتن کې یې دوکان درلود په څلورو کلونو بند محکوم شوی دی.
نوموړي صلاحیت درلود چې د قاچاق د شرایطو، لارو، د کډوالو د شمېر او نورو داسې مسایلو په هکله تصمیم ونیسي. د هغه درې همکاران چې پخواني مهاجر دي او د پاریس شاوخوا سیمو کې اوسېږي له ۱۲ میاشتو څخه تر ۳ کلونو په بند محکوم شوي دي. همدارنګه هر یو ۱۰۰۰ او ۴۰۰۰ یورو جریمه کړل شوی دی.
یو بل کس چې په برېتانیا کې اوسېږي او څو ځله یې د استرداد پروسې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده په ۵ کلونو بند محکوم شوی دی او فرانسې ته یې پر داخلېدو د تل لپاره بندیز لګول شوی دی.
محکمې نهه تنه نور له ۶ څخه تر ۳۰ میاشتو پورې په بند محکوم کړي دي چې ډېری یې توقیف ځایونو کې خپله د بند موده تېره کړې ده.
د پیسو لېږد او جعلي سندونه
د قاچاقبرو دغه ډله د ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې ادارې یا کریست له خوا نیول شوې وه. په لومړي سر کې کریست د یوې جوړې په اړه تحقیقات پیل کړل چې په مدون سیمه کې اوسېدل او داسې ګومان کېده چې د یوې قاچاقي ډلې مشري یې کوله. له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې یاده ډله د پیسو لېږد او د جعلي ویزو او اسنادو جوړولو کې لاس لري او یو دوکاندار یې مشر دی چې د فرانسې واز دیپارتمنت کې اوسېږي.
پر دغو کسانو تور و چې د ۲۰۱۹ د نومبر څخه د ۲۰۲۱ تر اپریل پورې یې سریلانکایي او بنګله دېشي کډوال له اکراین او نورو هېوادونو څخه فرانسې او برېتانیا ته انتقال کړي دي.