د کډوالو ژغورلو عملیات په انګلیس کانال کې. انځور: پېکچر الاینز
د کډوالو ژغورلو عملیات په انګلیس کانال کې. انځور: پېکچر الاینز

فرانسوي چارواکي د برېتانیا ساحلي ځواکونه په دې تورنوي چې د انګلیس کانال په اوبو کې یې بند پاتي ۳۸ کډوال نه دي ژغورلي او د هغوی ژوند یې په خطر کې اچولی دی.

دا پېښه د جنورۍ په ۲مه انګلیس کانال کې رامنځته شوې ده. د فرانسوي چارواکو په وینا، د کډوالو لېږدونکې بېړۍ د ماسپښین په ۵ نیم بجو د برېتانیا اوبو ته ننوتلې وه. خو لږ وروسته یې موټور له کاره ولوېد او بېړۍ له خپل مسیر څخه منحرفه شوه.

د فرانسوي ژغورونکو د سولیدر یونیون څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ځینې کارکوونکي یې د پېښې پر مهال په کېرموروان کښتۍ کې سپاره ول او د کډوالو بېړۍ یې تعقیبوله.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برېتانیا په تایپون کښتې کې سپرو ځواکونو فرانسوي ژغورونکو ته وویل چې کښتۍ کې یې خالي ځای نشته، خو ژمنه یې وکړه چې یوه بله کښتۍ به بند پاتې کډوال وژغوري.

بیا ولولئ: له فرانسې څخه برېتانیا ته تلونکي ۸۰ کډوال د پولیسو له خوا ژغورل شوي

په ورته مهال ګارډین ورځپاڼې د یونیون سولیدر غړي رمي واندپلانک له قوله لیکلي دي چې کله چې دوی د کډوالو د کښتۍ تعقیب پیل کړ، کډوال د فرانسې په ساحلي اوبو کې وو. خو وروسته یې بېړۍ د برېتانیا اوبو ته دننه شوه. رمي واندپلانک ویلي دي: «د مخابرې له لارې [د برېتانیا له ساحلي ځواکونو سره] وغږېدلو. دوی وویل چې سمه ده...»

هغه زیاته کړې چې لږ وروسته له خپل مسیره منحرفه شوه او د فرانسې اوبو ته بېرته وګرځېدله. د نوموړي په وینا د کښتۍ سپرلیو غوښتل چې د برېتانیا اوبو ته ور وګرځي خو څپو او باد یې مخه ونیوله او همدارنګه جي پي اس له کاره ولوېد.

د واندپلانک په خبره، دوی بالاخره دې ته اړ شول چې کښتۍ کۍ سپاره کډوال وژغوري او کالې بندر ته یې انتقال کړي.

په ورته مهال د برېتانیا د دفاع وزارت شمېرې ښيي چې د جنورۍ په ۲مه د کډوالو یوه کښتۍ چې ۴۴ کسان پکې سپاره ول د انګلیس کانال له لارې دغه هېواد ته رسېدلې ده. خو د جنورۍ په ۳مه بیا هېڅ کښتۍ برېتانیا ته نه ده اوښتې.

انګلیس کانال د فرانسې او برېتانیا ترمنځ د نړۍ یوه له تر ټولو بوختو سمندري لارو څخه ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله، له ۲۰۱۴ راهیسې لږترلږه ۲۰۵ کډوال په دغه کانال کې ډوب شوي او یا هم لادرکه دي.

بیا ولولئ: ۲۰۲۲ کال کې برېتانیا ته په وړو کښتیو کې له ۴۵ زرو ډېر کډوال اوښتي

د ۲۰۲۱ د نومبر په ۲۴مه د کډوالو یوه کښتۍ په انګلیس کانال کې ډوبه شوه چې له امله یې د ۷ ښځو، یو ۱۶ کلن او یو ۷ کلن ماشوم په ګډون ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له پېښې یو کال وروسته یوې څېړنې د فرانسې ژغورنې سیستم کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې وو. د څېړنې له مخې، کډوالو له ډوبېدو مخکې په وار وار له فرانسوي او برېتانوي چارواکو سره اړیکې نیولې وې، خو هڅې یې بې ګټې وې.

 

نورې ليکنې