د کالې ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې سمندرغاړې ته نږدې له کډوالو پاتې شوې کښتۍ. ۳۱ سپتمبر ۲۰۲۰. انځور: مهدي
د کالې ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې سمندرغاړې ته نږدې له کډوالو پاتې شوې کښتۍ. ۳۱ سپتمبر ۲۰۲۰. انځور: مهدي

د فرانسې یوې محکمې د تېرې جمعې په ورځ څلور ایرانیان انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې په تړاو په بند محکوم کړل. دا پېښه د ۲۰۲۰ په اکټوبر میاشت کې رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې ۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د محکمې استماعیه ناسته د کښتۍ د چلوونکي په غیاب ترسره شوه. له دې وړاندې نوموړي چې په دوه کاله بند محکوم شوی دی څېړونکو ته ویلي وو چې برېتانیا ته د اوښتو لپاره یې قاچاقبرو ته ۲۵۰۰ یورو ورکړې. خو چارواکو بیا پرې شک کاوه چې غوښتل یې په وړیا توګه او یا د کمو پیسو په بدل کې برېتانیا ته ځان ورسوي.

دغه څلور ایرانیان د غیر قصدي وژنې او د خلکو د ژوند په خطر کې اچولو په تور محاکمه شول. د فرانسې څارنوالې امیلي لو سان د یادې ډلې فعالیتونه غیرانساني وبلل او ویې ویل چې د کښتۍ د چلولو مسولیت یې یو داسې کس ته سپارلی چې تجربه یې نه درلوده. نوموړي زیاته کړه چې قاچاقچیانو کډوال په زوره کښتۍ کې سپاره کړي او د دغې غمجمنې پېښې سربېره یې خپل کار ته ادامه ورکړې ده.

بیا ولولئ:‌ مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدنه: مړي شوي ۴ کسان د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ غړي وو

محاکمې د رووف په نامه یو کس چې ویل کېږي د ډلې مشري یې کوله په ۹ کاله بند محکوم کړ. نوموړي ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې هېڅکله فرانسې ته نه دی راغلی.

مصطفی یو بل کس دی چې په ۷ کلونو محکوم شو. نوموړي پرې لګول شوی تور ومانه او ویې ویل چې د انګلیس کانال له لارې د کډوالو سفرونو تنظیمولو کې یې برخه اخیستې ده. هغه زیاته کړه چې غوښتل یې په وړیا توګه برېتانیا ته واوړي. 

اووه قربانیان

دغه کب نیوونکې کښتۍ چې د ۴-۵ کسانو د ځایولو ظرفیت یې درلود د ۲۰۲۰ په اکټوبر میاشت کې د فرانسې د ګرېولین ساحلي اوبو کې ډوبه شوه. د پېښې پر مهال ۲۲ کډوال په کښتۍ کې سپاره ول. پېښه کې یوه کردۍ کورنۍ چې درې اته کلن، شپږ کلن او ۱۵ میاشتنی ماشومان یې درلودل په سمندر کې ډوبه شوه. د دغې کورنۍ د تر ټولو کوچني غړي جسد څو میاشتې وروسته د ناروې په ساحل کې وموندل شو. پېښه کې دوه تنه نور لادرکه شوي وو.

بیا ولولئ: مانش کانال: ناروې کې د یو ۱۵ میاشتني ماشوم مړی موندل شوی

محکمې همدا راز هشیار نومی ایرانی په پنځه کاله بند محکوم کړ. نوموړي ټینګار کاوه چې پېښه کې یې برخه نه وه اخیستې، خو د پېښې په ورځ کې یې موټر او تېلفون په ساحل کې موندل شوي وو.

د محکمې د حکم پر اساس، دغه څلور کسان نور اجازه نه لري چې فرانسې ته سفر وکړي. همدارنګه دوی له ۲۰ څخه تر ۷۰ زره یورو پورې جریمه شوي دي. 

 

نورې ليکنې