د ولسي وګړو د ساتنې وزیر د تېرې شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې له ترکیې سره پر پوله د دېوال د اوږدولو لپاره له یونان سره مرسته وکړي. د یونان او ترکیې ترمنځ اوسنی دېوال ۲۷ کیلومتره اوږدوالی لري.
د یونان د ولسي وګړو د ساتنې وزیر تاکیس تیودوریکاکوس د تېرې شنبې په ورځ د جنورۍ ۲۱مه د یوې غونډې په ترڅ کې له اروپایي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د پولې په خوندي کولو کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي. هغه د اروپایي ټولنې، سویس او برېتانیا سفیرانو غونډې ته وویل چې دوی فکر کوي چې د یونان په څېر هېوادونه د کډوالو یوازنی مقصد نه دی.
اتن په پام کې لري چې له ترکیې سره پر پوله د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي نوی دېوال جوړ کړي او له ترکیې څخه خپلې خاورې ته د کډوالو د داخلېدو مخه ونیسي. د یادولو ده چې یونان له ترکیې سره ۱۹۲ کیلومتره ګډه پوله لري.
تاکیس تیودوریکاکوس دا هم وویل: «د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ترمنځ یووالي ته اړتیا شته او مسولیتونه باید په مساوي ډول ووېشل شي.» نوموړي زیاته کړه چې دا دېوال د اروپاي ټولنې بهرنۍ پوله بلل کېږي.
بیا ولولئ: یونان غواړي چې له ترکیې سره پولې ته ۲۵۰ نوي سرتېري واستوي
تېر کال د ۲۶۰ زرو کډوالو مخه نیول شوې
د اوروس سند په اوږدو کې د یونان او ترکیې ترمنځ اوسنی دېوال ۲۷ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري. د یونان حکومت یوې سرچینې د تېرې شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د دغو خنډونو شتون د دې سبب شوی دی چې په ۲۰۲۲ کې د ۲۶۰ زرو غیرقانوني کډوالو مخه ډب شي او ۱۵۰۰ قاچاق وړونکي ونیول شي.
یونان په وار وار پر ترکیې تور لګولی چې د کډوالۍ له مسلې څخه ابزاري ګټه پورته کوي او پر اروپایي ټولنې د فشار اچولو لپاره کډوال دې ته هڅوي چې له پولې واوړي. انقره بیا یونان په دې تورنوي چې کډوال له خپلو پولو څخه په شا تمبوي او د هغوی ژوند په خطر کې اچوي.
بیا ولولئ: یونان: په ۲۰۲۲ کې ۱۳۰۰ قاچاق وړونکي نیول شوي دي
په ۲۰۲۱ کې د یونان په ګډون ۱۲ هېوادونو له اروپايي ټولنې څخه د سرحدي دېوالونو د جوړولو لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې وه. خو د اروپايي کمېسیون مشرې ارسلا وون دېر لیېن د ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې وویل چې دغه ټولنه د ازغن تارونو لګول او د دېوالونو جوړول نه تمویلوي.
بل پلو بیا د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس په پام کې لري چې راتلونکي کې یونان ته ۴۰۰ نوي پوله ساتونکي واستوي. له دې ډلې څخه ۲۵۰ تنه به یې د فبرورۍ په میاشت کې یونان ته واستول شي.